دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهله پاکستان څخه د ایستل شویو افغانانو ۶۰٪ ماشومان دي

له پاکستان څخه د ایستل شویو افغانانو ۶۰٪ ماشومان دي

تاند (سې شنبه، د عقرب ۱۶مه) په افغانستان کې د ملګروملتو همکارې مرستندویې موسسې وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته د ایستل شویو افغان کډوالو په سلو کې ۶۰ ماشومان دي.

دوی د سې شنبې په ورځ وویل چې هره ورځ سلګونه کورنۍ له پاکستان څخه ایستل کېږي چې فوري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم (همږغۍ) ادارې، اوچا په یوه بیان کې ویلي:«افغانستان ته د راستنو شویو افغانانو تر ۶۰ سلنې ډېر ماشومان دي. د دوی حالت ناوړه دی، ډېرو یې په ورځو – ورځو داسې سفر کړی چې نه پوهېدل په لاره به ونیول شي اوکه تر پولې به ورسیږي.»

د ملګروملتو همکارو مرستندویو موسسو له مرستندویانو غوښتي چې له دې ډول خلکو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې اروپايي اتحادیې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له پاکستان څخه د ایستل شویو افغانانو او همداراز د هرات د زلزله خپلو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۶۱ میلیون یورو مرسته کوي.

دې اتحادیې ویلي چې دا مرسته یې پر هغې ۹۴ میلیون یورويي مرستې سربېره ده چې د سږ کال په پیل کې یې د افغانستان لپاره ځانګړي کړې وه.

د ملګروملتو پر اساس له کله چې پاکستان له خپلې خاورې د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو لپاره مهلت اعلان کړی، تراوسه تر ۲ لکه ډېر افغانان افغانستان ته راګرځېدلي او او هره ورځ په زرګونو نور راروان دي.

اکثره راستانه شوي کډوال وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو پیسې ورڅخه اخیستي او شتمنۍ یې ورمصادره کړي دي.

1 COMMENT

  1. دغو خلکو سره څه وعده شوی چی دلته یی راوستی. ډیری یی ماته افغانان نښکاری. ټول هغه غریبه او ناخبره خلک دی چی د یوه ناورین لپاره قربانی کیږی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب