یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د کندهار انار په لومړي ځل د چين په نړيوال نندارتون کې

د کندهار انار په لومړي ځل د چين په نړيوال نندارتون کې

جان روان ځاځی

د چين د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون د نومبر په پنځمې نېټې شانګهای ښار کې پرانېستل شوی، چې د همدې مياشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام ولري.

 د چين د وارداتو لومړی نندارتون د دغه هېواد د دولت رئیس په لارښوونې ۲۰۱۸م کال کې جوړ شوی و او اوس د هرکال په نومبر کې ترسره کيږي.

د چين د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون کې  ۱۵۴ هېوادونه، سيمې او نړیوال سازمانونه ګډون لري او د افغان تصديو په ګډون څه باندې۳۴۰۰ تصدیو پکې برخه اخيستې او ۳۹۴ زرو نندارچيانو پکې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي.

چين لوی نفوس او پراخ بازار لري او شرکتونه او تصدۍ پکې په اسانۍ خپلو تولیداتو ته ځای موندلی شي، نو د نړۍ د ګڼو هېوادونو تصدۍ او شرکتونه هڅې کوي، چې د دغه نندارتون له لارې خپل توليدات د چين لوی بازار ته وړاندې کړي او خپل ځای ځایګی پکې ومومي.

ځيني افغان سوداګر هر کال په ياد وارداتي نندارتون کې برخه اخلي او خپل توليدات پکې نندارې او پلور ته وړاندې کوي، خو په سږني نندارتون کې افغان توليداتو د چين د لومړي وزير پاملرنه خپله کړې وه او د کندهار انارو بیا د خلکو پام ځان ته اړولی و.

د چين د لومړي وزیر لي چيانګ د دغه نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې د افغان سوداګر علي فیض سوداګريزې چارې وستايلې او د نوموړي دغو خبرو د مراسمو ګډونوالو او هم د چينايانو پاملرنه را جلب کړې ده.

علي فیض د چين په څو نندارتونونو کې ګډون کړی، زرګونه افغان غالۍ، ځڼغوزي، زغفران او نور تولیدات یې پکې پلورلي او د هغه او نورو افغان سوداګرو په هڅو ډېر چينايان له افغان توليداتو سره اشنا شوي دي.

افغانستان او چين تر اوسه داسې کوم تړون نه لري، چې له مخې يې دغه هېواد ته انار ولېږدول شي، خو علي فیض سږ کال د افغان سفارت او د چين د ګمرکي او نورو ادارو په مرستې توانېدلی، چې ۲۰۰ کيلو ګرامه انار چين ته ورسوي او په ياد نندارتون کې یې نندارې ته وړاندې کړي.

افغان سوداګر هيله مندي ښيي، چې په راتلونکي کې په لویې پيمانې د افغانستان انار د چين په نندارتونونو کې نندارې او پلور ته وړاندې کړي، چې ګټې به يې نه یوازې دوی، بلکې افغان بڼوالانو ته هم ورسيږي.

زه خپله په دې باور لرم، که کابل او بېجينګ د جلغوزيو په څېر د انارو د لېږد قراردادونه وکړي، نو افغان بڼوالان به له تشويشونو او اندېښونو خلاص شي او کندهاري انار به بیا په بندرونو کې نه وراسته کيږي.

اوس په چين کې افغان جلغوزي ښه شهرت لري او ښايي ډېرو افغانانو ته دا مالومات هم نه وي، چې په چين دغه مېوه پخوا د برازيل او وروسته د پآکستان په نوم پېژندل کېده، خو د افغان سوداګرو د هلو ځلو په مټ یې اوس افغان نوم خپل کړی دی.

 په ۲۰۲۱م کال کې د څلورم وارداتي نندارتون پر مهال د چين د دولتي رسنۍ په کوربتوب يوه انلاين پلورنځي کې په څه کم دوو ساعتونو کې ۲۶ ټنه افغان جلغوزي وپلورل شول، چې دا د چين د لوی بازار د حياتي ځواک او غښتلي مصرفي توان ښه ښکارندويي کوي.

د دغه نندارتون لمن د ګډو ګټو او پرانيستې همکارۍ پر مفکورې ورټوله ده او د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پرانيستو همکاريو لپاره رغنده رول لوبوي.

د چين په نندارتونونو کې معمولاً د افغانستان غالۍ، ټغر، قیمتي ډبرې، ډول ډول وچې مېوې، زغفران او ځيني نور توکي تر سترګو کيږي، خو سږ کال پکې په لومړي ځل د کندهار انار هم نندارې ته وړاندې شوي وو.

افغان محصولات پدې وروستيو کلونو کې د هوايي دهلیز او باروړونکو اورګاډو له لارې چين ته صادريږي او بازار يې ورځ تر بلې پراخيږي او هم زيات چينايان له افغان توليداتو او کلتور سره اشنا شوي دي.

چين هوايي دهليزونه او باروړونکي اورګاډي د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لاسته راوړنې بولي.

نړۍ د ورخلاصون پر مټ کولی شي، چې یو بل له ستونزو وژغوري او همدا لاره د انساني تمدن د پرمختګ مهم خوځنده ځواک هم بلل کيږي او د نړۍ سمسورتيا او پرمختګ ورپسې نغښتي دي.

د نړۍ وضعيت پيچلی ښکاري او نړيوال له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي او په ورته وخت، افغانستان له جګړې تازه را وتلی او د بيارغونې او اقتصادي ودې په هڅه کې دی، نو په داسې حال د نورو هېوادونو د پرانيستو همکاریو فرصتونه، چې د ساري په توګه يې همدا د چین نړيوال وارداتي نندارتون يادولی شو، د افغانستان د صادراتو او د افغان بزګرانو د عايداتو په زیاتولو کې ډېره مرسته کولی شي، هيلې وربښلی او د هېواد پر ابادۍ د افغانانو باور زیاتولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب