شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له ګډون پرته د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان سرمشریزه

د طالبانو له ګډون پرته د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان سرمشریزه

تاند:( چارشنبه، د عقرب ۱۷مه) ټاکل شوې، چې ازبکستان نن او سبا د اېکو د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو سازمان د سرمشریزې غونډې کوربه وي.

د ازبکستان د ولسمشر یوه ویاند شیرزد اسدوف ویلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د رژیم استازو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

سرچینې زیاته کړې، چې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژندل کیږي او له دې امله یې استازو ته په غونډه کې د ګډون بلنه او اجازه نه ده ورکړل شوې.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستیو څو سیمه ییزو ناستو کې د طالبانو استازو ته د مېلمنو ګډونوالو په توګه د ګډون فرصت ورکړل شوی و.

د طالبانو له بیا واکمنیدو څه باندې دوه کاله کیږي، خو د نړۍ هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه پېژني.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب