جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهسعودي کې د کاري قوې ۳۷ سلنه کارکوونکې ښځې دي

سعودي کې د کاري قوې ۳۷ سلنه کارکوونکې ښځې دي

تاند:( چارشنبه، د عقرب ۱۷مه) د سعودي د بهرنیو چارو فیصل بن فرحان ویلي، چې د هېواد د کاري قوې ۳۷ سلنه کارکوونکې یې ښځې دي.

نوموړې د ښځو او اسلام په اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې له دې وروسته د ښځو د ودې لپاره نور پروګرامونه هم په نظر کې دي.

په دې غونډه کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه هم خبرې شوي او له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې د دوی د وضعیت لپاره دې پاملرنه وشي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې ځینې هېوادونه د دین په نوم خپل افراطي کړنې تفسیروي.

 سعودي عربستان د اسلامي نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه دی، چې په وروستیو کې یې د ښځو پر وړاندې افراطي دریځونه نرم کړي او د موټر چلوونې، کنسرټ او ګڼو نورو حقونو منلو ته یې غاړه اېښې ده.

1 COMMENT

  1. السلام علیکم : دسعودی فرحان ویلی ۳۷٪ کاری قوه ښځی جوړوی دافغانسفان په کلیوالو سیمو کی ۵۰٪ اوپه بعضی ولایاتو کی لکه نورستان لغمان کنړ بدخشان بامیان کی ۸۰٪ او ه شمال ولایتونو کی ۶۰٪ کاری قوه ښځی تشکیلوی دا یو ثابت حقیقت دی ۰
    خو که څوک غواړی چی دمحمد بن سلمان امریکایی پلانونه چی د هالیووډ ډمانی دعوت کړی په جده او ریاض کی د عیاشی او فحاشی کانسرتونه جوړ کړی او سعودی با حجابه میرمنی بی حجابه او د ګډا او ډانسونو چل وروښایی په افغانستان کی عملی کړی دا کار د افغان مومنو میرمنو په حق کی ډیر غټ ظلم دی ۰
    دکابل ښار د یو څو بی حجابه ښڅو نه تیر شی دوی د ټول افغانستان نمایندګی نشی کولی ،په شرعی حجاب کی د ټولو افغان میرمنو د تعلیم دحق غوښتونکی یو او غواړو یی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب