جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهمجاهد: پاکستان د ځان خلاف د افغانانو نفرت زیاتوي

مجاهد: پاکستان د ځان خلاف د افغانانو نفرت زیاتوي

تاند:( شنبه، د عقرب ۲۰مه) د طالبانو رژیم خبرداری ورکوي، چې پاکستان له وروستیو کړنو سره د ځان پر وړاندې د افغانانو کرکه او نفرت زیاتوي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باروۍ فضا لا زیاته کړي.

  مجاهد د پاکستاني چارواکو دغه ادعا چې ګواکې افغان خاوره د هغوی پر ضد کارول کیږي، بې بنسټه بولي او په پاکستان کې د نا امنۍ مسئله د هغوی خپله ستونزه بولي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې وویل: «د پاکستان لوري لخوا ځینې کړنې، خبرې او حرکتونو د دې سبب کیږي چې په افغانستان کې د خلکو کرکه رامنځته شي او پر حکومت یې مشکوک وي، شکایت وکړي او حتا بد بین و اوسي، موږ دا فضا نه غواړو ځکه دواړو غاړو ته زیان اړوي.»

پاکستان په وروستیو کې د شاوخوا  ۱،۷ میلیونو هغو افغان کډوالو په ګډون چې ویل یې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له دغه  هېواده د شاوخوا ۳ میلیونو افغانانو د ویستو اعلان وکړ.

په دې ترڅ کې یې سلګونه زره تنه په زوره وشړل او ورسره ناوړه چلند یې وکړ، چې د پاکستان خلاف د توندو څرګندونو او غبرګونونو سبب شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب