Homeخبرونهله طالبانو پر خپلو غوښتنو د امریکا او هند بیا ځلي ټینګار

له طالبانو پر خپلو غوښتنو د امریکا او هند بیا ځلي ټینګار

تاند:( شنبه، د عقرب ۲۰ مه) امریکا متحده ایالاتو او هندوستان په یوه ګډه اعلامیه کې یو ځل بیا پر افغانستان د طالبانو له واکمن رژیم څخه خپلې ګډې غوښتنې تکرار کړې دي.

په نوې ډېلۍ کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو له یوې ګډې غونډې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دواړه هېوادونه له طالبانو پر کړو ژمنو عمل او د افغانستان له خاورې هېڅ ډلې ته د نورو خلاف د نه استفادې ډاډمنیدل غواړي.

په اعلامیه کې له طالبانو څخه د ښځو، ماشومانو او نورو قشرونو د حقونو تامین هم غوښتل شوی.

دغو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د یوه پراخ بنسټه چوکاټ رامنځته کیدل اړین ګڼلي دي.

طالبانو دغو غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ټینګار کړی چې د دوی رژیم ټول شموله او د ټولو افغانانو د حقونو تامینونکی دی.

دوی دغه راز له نورو هېوادونو غوښتي، چې له داسې څرګندونو ډډه وکړي، ځکه د دوی په باور د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

ورته غوښتنې په پراحه کچه افغانان هم له طالبانو لري، خو طالبانو ورته پاملرنه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...