۲مه برخه
د ډیورنډ کرښي حقوقي ارزښت
استادشهسوار سنګروال
۱. د ګندمک په تړون سره (۱۸۷۹ ز کال) افغانستان بهرنۍ خپلواکۍ له لاسه ورکړه.
۲. ډیورنډ په لاسلیک سره چې په فرانټیر یاد شویدی(Frontier) نه باډر Boundary ، په ۴ ماده کې راغلی چې دغه پوله به په نښه شي، چې نشوه.
۳. دغه هېواد چې تحت الحمایه وګڼل شو خو مانا دا چې انګلیس له یوه خپلواک هېواد سره لاسلیک ندی کړی.
۴. د ویانا کنوانسیون په ۱۹۶۹ کال څرګنده کړه ، کوم تړون چې په زور لاسلیک شوی وي قانوني ارزښت نلري.
۰۳ نه را پدې خوا ددې بندر سوداګری لپاره ۳۴۰ میلونه ډالره لګولي دي.
پاکستان نه غواړي چې هند د “اپتا” په موافقه کې شامل شي.
د ډیورنډ کرښه او د طالبانو د واک په مهال د پاکستان د حکومت هڅې
– پاکستان د لومړي ځل لپاره، هغه وخت چې د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق وه د ډیورنډ د کرښې د منلو هڅه وکړه.
– دوهم ځل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر معین الدین حیدر کابل ته راغی او بیا کندهار ته لاړ… یوه نا کامه هڅه وکړه،خو چا ونه منله.
– دریم ځل جنرال مشرف هڅه وکړه خو بریالی نشو…
– په بیلا بېلو وختونو کې پاکستاني چار واکو دا هڅه کړېده ځو کوم بري ته نه دي رسیدلي .
د پاکستان د سنا د مجلس غړی عبدالقیوم ویلې دي چې په افغان کرښه د ورځې ۵۰۰۰۰ کسان تګ راتګ کوي. ده داهم ووېل په رسمي توګه درې پوستې شتون لري.
۱. د تورخم په پوله
۲. د انګورو اډه.
۳. د چمن په لیکه
اوس افغانستان ۶۰ اضافي پوستې لري او پاکستان ۶۵۰ پوستې اچولي دي.
جنرال راحېل شریف کابل ته راغی چې پدې کرښې کنترول ولري…
له پاکستان سره د بریتانې نقشه ده او له افغانستان سره د شوروي د وخت د کارپوهانو نقشه ده.
دغه پوله په غیرې ادارې توګه افغان حکومت منلې ده، ولې ولس ځکه نده منلې چې ۱۹۴۹ کال جرګې ټول تړونونه انګریزانوسره لغوه اعلان کړل.
ملګرو ملتو کې د پآکستان غړیتوب
کله چې پاکستان د هند او افغانستان په خاورې جوړ شو نو ملګرو ملتو د غړیتوب لپاره ترې غوښتنلیک وغوښت، ځکه چې د نړۍ په سیاسي نقشه کې دمخه شتون نه درلود.
ولې دهند له هېواد نه غوښتنلیک ونه غوښتل شو،داځکه چې داپه نړۍ کې یومنل شوی هېواد و.
کله چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته بریتانیا وغوښتل له هند نه پښې سپکې کړي ،نو دبریتانې صدر اعظم چرچل اودبرتانوي هندوایسراې لارډبټن پریکړه وکړه ،چې دخپلوګټودساتلو لپاره دپاکستا په نوم یوهېواد جوړ کړي ،نوبیا یې دهند اوافغانستان په خاوره پاکستان جوړکړ .
په ملګروملتوکې کله چې پاکستان دغړیتوب رایه اخسته … دافغانستان استازي میرزا حسین خان عزیزمخا لفه رایه ورکړه،ولې بیاهم درایو په اکثریت ومنل شو .
ولې په ټوله کې دافغانستان ادعا داوه چې موږپاکستان په رسمېیت نه دی پېژندلی اوان لا دمخه په جون ۱۹۴۵،۱۹۴۷کلونوکې بریتانیا ته وویل چې له لاسه وتلې خاوره باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي .
هغه مهال چې باچا محمدظاهرامریکا ته سفر وکړاو په۱۹۶۲کال دامریکا ولسمشر« کنېډې » ته وویل،دپښتونستان ستونزه باید زموږ اودپاکستان ترمینځ حل شي .موږ له خپلې خاورې نه تېرېږو.
پاکستان ته د محمد داود سفر
پاکستان د خپل سیاسي پلان له مخې غوښتل چې د دېپلوماتیکو دودونو له مخې افغان ولسمشر نه په پېښور کې استقبال وکړي.
داود خان ځکه له دې سره مخالفت وکړ چې که دا ومنې، مانا دا چې د ډیورنډ موافقه لیک یې ومانه، نو ځکه ورته بیاپه اسلام اباد کې استقبال وشو.
وحیدعبدالله چې دمحمدداود خان دبهرنېیوچارو وزیر و،دی وایي دسفروروستۍ شپه وه،موږغوښتل چې افغانستانته راوګرزو…دشپې شاو خوا دولس بجې وې،چې اغاشاهي دپاکستان دبهرنېیوچارو وزیر تلېفون وکړاوورته وې وېل سر د دې چې ناوخته ده غواړم چې یو ه ضْروري خبره درسره وکړم .
شېبه وروسته راورسېداوسم دلاسه یې یوکاغذراته مخکې کېښوداوراته وې وېل،چې دغه کاغذلاسلیک که وچې د ډیورنډکرښه په رسمیت وپېژندل شي .
ماورته ووېل زه څه چې سردار صاحب هم داکرښه په رسمېیت نشي پېژندلی ځکه په ۱۹۴۹کال لوې جرګې فیصله کړې،چې له انګرېزانو سره ټول کړي تړونونه اوموفقه لیکونه لغوه دي .
د پاکستان اوانګریزانوګواښونه
د حمید ګل اعتراف:
د پاکستان د آی اس آی یوه پخواني مشرحمید ګل وویل، (Axpress.T.V سره په ۱۰/۴/۲۰۱۴ نېټه مرکه) ما ته بې نظیر بوټو سپا رښتنه وکړه (۱۹۸۹ کال)، هرو مرو باید جلال اباد ونیسې.
ده په همدې موخه له تنظیمونو سره یوځای په جلال اباد برید وکړ، ولې افغان سرتېرو په ډېرې مېړانې دفاع وکړه او پاکستان ته یې له شرمندګی ډک پېغور پریښود او حمید ګل کوم ویاړخپل هېوادته په میراث پرینښود.
ولې دوخت دکورنېیو چارووزیراعتزازحسن له« اې ار واې» تلویزیون سره په مرکه کې دکاشف عباس پوښتنوته په ځواب کې وویل،دپاکستان جمهور ریس اسحاق خان ، زه، حمیدګل،اسلم بیګ(لوې درستیز)، ددفاع وزیرسرورچیمه او« نوراني » وغوښتواو وې وېل،چې په هره بیه کېږي له مجاهدینو سره یوځاې جلال اباد ونیسۍ …
پاکستان دډېرو سرونو په بیه بریالی نشوچې جلال اباد لاندې کړي ، یوازې هغه تسلیم شوي سرتېري چې موږیې سرونه پرې کړل اوبیا موننګرهار فرقې ته ولېږل .
هغو بیا پرې شوي سرونه خپلوځواکونوته وښودل،چې په دې سره دهغوغوسه لازیاته شوه اوموږ ته یې له شرمه ډکه ماته راکړه .
پاکستانی مشرف او محمود احمد
مشرف په پاکستان کې د امریکا سفیر چمبرلین ته وویل، په افغانستان کې له جګړې وروسته جوړوونکی حکومت باید له پاکستان سره په مشوره او سلا جوړ شي.
ولې په اسلام اباد کې د C.I.A مشر “باب ګرینیر” خپلو غړوته دنده سپارلې وه چې طالبان پخپلو کې ووېشي او له همدې لارې اسامه بن لادن له منځه یوسي.
د آی اس آی مشر محمود احمد د سپتمبر پر ۱۱ مه له امریکا نه پاکستان ته ورسېد له C.I.A سره خبرې کړې وې، چې ملا عمر ته یو بل چانس ورکړي . (د کتاب ۶۲ مخ)
محمود ټینګار وکړ چې د سپتمبر په ۱۷ مه کندهار ته لاړ شي او له ملا عمر سره مخامخ وګوري. ده څلور ساعته له ملا عمر سره خبرې وکړې، چې اسامه ورته تسلیم کړي اویایې له خپل هېواده وباسئ. (امریکا ګواښ کړی) که چېرې سرغړونه وکړۍ امریکا هرومروپه افغانستان وسله وال برید کوي .
ملاعمرورته ووېل،شرمېږې نه،چې ماته وایې یومسلمان امریکا ته تسلیم کړم .
هغه ورته بیا ووېل،درې اویا ورځې وخت لرئ… ولې ملاعمر نه منله، چې زه هغه کفري هېواد ته نشم سپارلی.
محمود ورته وايي، که چېرې تاسو ناروغه شی نو لمونځ پریږدئ، یا په لمانځه ولاړ یې مار راشي، نو تاسو له وېرې لمونځ پرېږدئ… باید تاسو ته د ۲۵ میلونه انسانانو ساتل مهم وي… (Directorate, P63) سره د هغې هم محمود “ډیوسمېت” ته وویل، امریکا باید طالبانو ته یو بل فرصت هم ورکړي.
ولې یو کس وویل، په افغانستان کې القاعدې ته، طالبانو پناه ورکړېده او موږ د طالبانو رژیم غندو. محمود پر ۲۴ د سپتمبر په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر چمبرلین او له پنتاګون نه راغلي پلاوي سره وکتل او ورته وې ویل:
۱. طالبان په سمه لاره روان دي.
۲. زه تاسو ته زاري کوم بیځایه مرمۍ مه فیروئ.
۳. په غوسه کې پریکړه مکوئ.
۴. بیا هم… هره پریکړه چې کوئ پاکستان له تاسو سره دی.
چمبرلین ورغبرګه کړه “وروستۍ خبره دې ډېره اړینه او مهمه ده، چې پاکستان له تاسې سره دی.”
یادونه : په تاریخ کې داسې مشران لرو چې ځانونه یې له وطنه قربان کړیدي. ولې داسې مشران هم لرو چې وطن يې له ځانه قربان کړیدی.
ځنې کسان د خپلو ګناهونو د پټولو لپاره په نورو تور لګوي او ښايي کوشش وکړي ،چې په پټو سترګو ځان په خلکو ومني.
کرنیل امام
د ده اصلي نوم کرنیل سلطان امیر تراړ وه، چې په ۱۹۸۰ کال یې له اسامه بن لادن سره نږدې کار کړی وه.
دی له ۲۰۰۱ کال نه وړاندې په هرات کې د پاکستان قونسل وه او د امریکا له بمبارېیو دمخه له هرات نه ووت او د I.S.I دغه مامور په اسلام اباد کې له افغان سفیر ملاضعیف سره ولیدل.
سره ددې چې د سپتمبر د ۱۱ مې د برید طراح یو پاکستانی وه ، چې خالد شیخ محمد نومېده، ولې ملاضعیف چې په کندهار کې له ملا محمد عمر سره ولیدل هغه ورته وویل، چې ما ته اسامه بن لادن قسم وخوړ، چې دا برید د القاعدې کار نه وه.
خو بیا هم امریکا د اکتوبر په”۷” اومه، چې په افغانستان کې شپه وه او په امریکا کې ماسپښین، په افغانستان هوايي برید پیل کړ.
د دفاع وزیر “رامزفیلډ” او د مرکزي قواوو قومندان فرانکس په امر په جومات دوه بمونه وغورځول، خو وروسته C.I.A ومونده چې ملاعمر دمخه پکتیا لورته تښتېدلی وه.
یادونه:
موږ ښکیلاکګرو په یوه جغرافیوي زندان کې راګیر کړي یو. لویه بېلګه یې د ډیورنډ استعماري کرښه ده.
دانګریزانو او پاکستان دګواښونه ورته والی
کوم ګواښونه، چې دانګریزانوله خوا په پرلپسې توګه په امیر
عبد الرحمن خان تپل کېدل ، دارنګه پاکستان هم ورته څو فشارونه دافغانستان په حکومتونو رامینځته کړل،چې څو بېلګې یې داسې دي ،چې غواړو لومړی دامیر ګواښو نو ته سر ښکاره کړو :
۱. ډیورنډ امیر ته وویل که موافقه ورسره لاسلیک نه کړي، نو بیا به دغه کار په سردار محمد ایوب خان وکړي.
۲. د ګواښ په توګه د رابرتس را رسېدل سیمي ته.
۳. ډیورنډ غوښتل دغه کرښه د خپل سیاسي هدف لپاره دکنترول سیمه وي.
۴ . جي بي تیت ،بارتین،هولدوک،سراولف کارو،سایکس اونورودډیورنډ کرښه دکنتروړسیمه بللې ده.