شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد کابل او اسلام اباد د وروستیو اړیکو په اړه د مولانا...

د کابل او اسلام اباد د وروستیو اړیکو په اړه د مولانا فضل الرحمان وړاندیز

تاند:( جمعه، د عقرب ۱۹مه) د پاکستان د جمعیت علمای اسلامي ګوند مشر د افغان کډوالو د ایستلو موضوع دوه اړخیزه بولي او په دې تړاو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د یوه ګډ کمیسیون د جوړېدو غوښتنه کوي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: « موږ ورته دا وړاندیز کوو چې یو دوه اړخیزه کمیسیون باید جوړ شي څو دغه کمیسیون دوه اړخیزې خبرې وکړي او حل لار پیدا کړي. که موږ یا هغوی په یوازې توګه پریکړه وکړو نو زموږ ترمنځ به ترینګلتیاوې رامنځته شي. نه یې افغانستان زغملی شي او نه یې هم پاکستان. دا زموږ په ګټه ده چې یو ګډ کمیسیون جوړ کړو څو جنجالي مسایل پکې حل کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو د روان میلادي کال تر پایه، په دې هېواد کې د هغو  افغان کډوالو د مېشتیدو موده غځولې، چې ‘پي او آر’ کارتونه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا ‘يو این ایچ سي آر’ په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴سوه زره راجستر افغان کډوال مېشت دي.

که څه پاکستاني چارواکي وايي چې یوازې بې اسنادو افغانان له خپل هېواد باسي، خو د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه یو شمېر اسناد لرونکو افغان کډوالو شکایت کړی چې دوی هم په وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کېږي او ځورول کېږي.

پاکستاني چارواکو په وروستیو کې سلګونه زره افغان کډوال له دغه هېواده وویستل، چې له امله یې توندو غبرګونونو سره مخ شول.

2 COMMENTS

  1. د مولانا له دریمګړیتوبه ښکاریږي چې د پاکستان د فشار او دباوو لړۍ پای ته ورسیده. او یا طالبانو ورسره په پټه سر وښوراوه. زما ګومان دادی چې طالبانو به غاړې ایښي وي. کیدای شي د ځينو پاکستانې طالبانو د ځایونو نقشې په يي ورکړي وي. کله چې د افغانستان دغه لوی دښمن مولانا ډیزل مداخله وکړه نو کیدای شي طالبان نرم شوي وي.

  2. دا منافق ملاډیزلی د ای اس ای له خاصو افرادو څخه ده او دا وظیفه هم د ای اس ای له طرفه ورکړل شوی ده چی داسی یوه خبره وکړی اوس ټول بی وسه او مجبوره افغانان ویستل او دهغوی ژوندی په دی ژمی کښی درپدره کړو اوس داسی یو کمیسون ته ضرورت نشته دا خبره باید مخکی له دی چی دوی دا دکفر عمل اجرا کړی شوی وای اوش دا د انګلیس شیطان بچی غواړی چی ټول بار په افغانانو واچوې که داسی یو کمیسون جوړیژی نو دا معلومه خبره ده چی د عمل کښی د طالب رغنده لاس ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب