جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهپاکستان د روان میلادي کال ترپایه اسناد لرونکو افغان کډوالو ته د...

پاکستان د روان میلادي کال ترپایه اسناد لرونکو افغان کډوالو ته د مېشتیدو موده وغځوله

تاند:( جمعه، د عقرب ۱۹مه)پاکستاني چارواکو د روان میلادي کال تر پایه، په دې هېواد کې د هغو  افغان کډوالو د مېشتیدو موده غځولې، چې ‘پي او آر’ کارتونه لري.

د پاکستان د ریاستونو او سرحدونو چارو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پریکړه د دغه هېواد د مرکزي کابینې له منظورۍ سره سم شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا ‘يو این ایچ سي آر’ په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴سوه زره راجستر افغان کډوال مېشت دي.

د پاکستان حکومت د روان کال د جون په ۲۰مه په یو بیان کې اړوندو ادارو ته ویلي وو چې تر بل امره پورې دې هغه افغانان نه نیسي چې د کارتونو موده یې ختمه شوې ده.

که څه پاکستاني چارواکي وايي چې یوازې بې اسنادو افغانان له خپل هېواد باسي، خو د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه یو شمېر اسناد لرونکو افغان کډوالو شکایت کړی چې دوی هم په وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کېږي او ځورول کېږي.

 پاکستاني چارواکو په وروستیو کې سلګونه زره افغان کډوال له دغه هېواده وویستل، چې له امله یې توندو غبرګونونو سره مخ شول.

1 COMMENT

  1. له منافقته ډکه پریکړه یی کړي د روان میلادي کال تر پایه یعنی زموږ د ژمي په څیله چې یخنۍ منفی ۱۵ درجې وي دوئ به بیا یو وار په مهاجرو پسي لرګي را واخلی.دا پریکړه یې هم طالبانو ته یو وارینګ دی چې یا مو غوښتنې ومنۍ او یا به مو په سخت ژمی کې له ناورین سره مخ کوو. پاکستانه الله دي تباه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب