انسان په حال کې ژوند کوي، خو د ماضي تر اغېزو لاندې خوښي او خپګانونه تېروي. هېڅ انسان په حال کې مستقله آزادي نه لري، هره کړنه په یو ډول له ماضي سره تړاو لري؛ نو ځکه وایو چې انسان یو مستقل او آزاد موجود نه دی؛ انسان که هر څومره خپلواک وي، بیا هم خپلواک کېدلای نه شي او په یو ډول د ماضي له رسوب شوو پېښو سره مخامخ وي.
حال په ماضي کې تداخل لري او ماضي په حال کې شته، هر انسان چې په حال کې ژوند کوي او عمل تر سره کوي، سرچینه یې له ماضي څخه وي. په حقیقت کې هر هغه کړنه او پېښه چې په حال کې تر سره کېږي، جرړه یې په ماضي کې وي، نو ځکه په حال کې واقع کېږي.
د زمان تداوم او په زمان کې زمان همدې ته وايي چې په حال کې د ماضي اغېزې وي او په راتلونکي کې د حال او ماضي اغېزې ولیدل شي. هره بده او ښه پېښه هغه معلوله پدېده ده چې د علتونو په وسیله تر سره کېږي، خو د دغو علتونو بنسټ په زرګونو کلونو مخکې په انسانانو کې وي، دغه علتونه په چاپېریال کې وي، له همدې لامله په حال کې هره ښه او بده پېښه د انسانانو په ماضي کې وي او د ټولنې په لاشعور او ټولنیز لاشعور کې موجود وي، نو ځکه له هر ډول انساني او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ یو او نن یې تجربه کوي.
په حال کې د ماضي مداخله شته او حال د ماضي تر اغېزو لاندې دی، لکه څنګه چې یو ماشوم د مور او پلار د ژینیټیکي اغېزو لاندې وي. کله چې د ماشوم کړنې تر بحث لاندې نیسو، نو ماضي یې کورنۍ ده، د ماضي له مطالعې او څېړنې پرته پر ماشوم بحث او خبرې کول به سمې او ښې پایلې و نه لري.
د ماشوم ماضي یې کورنۍ ده او دی هغه انساني موجود دی چې په حال کې وخت تېروي، خو هره ښه او بده کړنه یې له ماضي سره تړاو لري او له ماضي څخه سرچینه اخلي.
په حال کې د ماضي لاسوهنه داسې ده، لکه یو څوک چې د بل چا په کارونو کې لاسوهنه کوي. کله چې یو انسان ښه کوي، بد هم پرې تپل کېږي او دی یې په غیر ارادي ډول تر سره کوي. انسان غواړي چې خوښ ژوند وکړي، خو له دې څخه د خوښۍ واک سلب شوی وي او په اختیار کې بې اختیاره وي. انسان په دې نه پوهېږي چې د واک سلبېدل یې له کوم ځای څخه تر سره کېږي، ولې یو انسان غواړي چې خوشحاله ژوند وکړي، خو دی یې نه شي تر لاسه کولای؟ ولې یو انسان له ماضي څخه خلاصون پیدا کولای نه شي؟ دا او دې ته ورته نورې هغه پوښتنې دي حال یې د ماضي تر اغېزو لاندې کړی دی او انسان نه شي کولای چې مستقلانه کردار تر سره کړي.
حال د ماضي له مداخلې څخه مجبوره دی، کله چې په حال کې یو انسان هر څومره مختار وي او د اختیار خاوند وي، بیا هم ماضي دغه مختیار انسان بې اختیاره کوي. په اختیار کې بې اختیاري همدې ته وايي چې د انسان په ژوند کې یو داسې پټ او مبهم حالات وي چې په سترګو نه ښکاري، خو انسان ته یې زیان رسېږي. په انسان کې دغه پټه معما او اژدها یې ماضي ده.
دا څرګنده خبره ده چې په انسان باندې تېر خپلې اغېزې لري، خو دا مانا نه لري چې انسان ته به هر وخت زیان رسوي. څنکه چې ماضي انسان ته زیان رسولای شي، ګټه هم رسوي. له تېر سره اړیکه نیول د ماضي د موجودیت برکت دی. حال هغه وخت وجود پیدا کوي چې ماضي وي، ماضي حال ته شناخت ورکوي. په حال کې هر ډول پرمختګ له ماضي څخه را پاتې موضوعات دي، لکه څنګه چې ماضي بدې پایلې وړاندې کولای شي، په همدې ډول ښې پایلې هم درلودای شي. هره پدیده ښې او بدې خواوې درلودای شي چې ماضي هم دوه خواوې لري، مثبته خوا یې حال ته ګټه رسوي او منفي خوا یې حال ته زیان رسوي. کله کله داسې هم کېږي چې د ماضي منفي او ناسم حالت د حال تجربه شي او په حال کې د ستونزو پر ځای ګټه رسوي.
زموږ په داخل کې یو داسې څوک شته چې زموږ په بهرنۍ نړۍ او جسمي کارونو کې مداخله کوي. په حال کې د خپګان او ستونزو پیداېښت له یو بل ځای څخه پیدا کېږي، د هرې بدې پېښې لټول په ماضي کې تر سره کېږي او د هرې بدې واقعې شالید په ماضي کې وي.
د حال ستونزې په ماضي بدلېږي او په راتلونکې کې د حال زمانه چې په ماضي باندې اوښتې دي، ستونزې جوړوي، نو ځکه انسان ته ښايي چې په حال کې ښه ژوند وکړي او له ماضي څخه رخصت واخلي. د ماضي ستونزې په حال کې پیدا کېږي او همدغه حال په تېر بدلېږي. که چېرې یو انسان په حال کې ستونزې و نه لري او په حال کې ځان، ټولنې او نړۍ ته ستونزې جوړې نه کړي، نو هېڅکله به له بدې ماضي سره مخامخ نه شي. که نن ماضي ستونزې جوړوي، دغه ستونزې انسان په یو داسې وخت کې درلودې چې هغه د حال زمانه وه، هماغه حال یو وخت په ماضي بدلېږي او انسان ته زیان رسوي.
له ماضي څخه رخصت اخیستل په حال کې د ښه ژوند کولو په مانا دی، په حال کې ښه وخت تېرول له ماضي سره مقابله کول دي. موږ خپله ځان ته د ماضي دوزخ جوړوو، همدغه دوزخ په حال کې تجربه کوو او د وخت په تېرېدلو سره همدغه حال په ماضي اوړي چې په منظم ډول د زمان د تېرېدلو ستونزې له حال څخه پیلېږي او په راتلونکي باندې پای ته رسېږي. که په ماضي کې هر ډول ستونزې وي، پیل یې له حال څخه کېږي، که په راتلونکي کې ستونزې پیدا کېږي، هغه هم له حال څخه په میراث کې پاتې وي، نو ځکه ویلای شو چې حال، ماضي او راتلونکی یو په بل کې تداخل لري او یو له بل څخه پیدا شوي دي.
انسان باید د هېرولو هنر زده کړي، د بدو هېرول، د ښو یادول او په حال کې هر مثبت فکر او د اسلامیت او انسانیت پر بنسټ عمل تر سره کول د ښه حال، ماضي او راتلونکي ضمانت کوي. موږ په حال کې د ځان او جهان دوزخ یو، موږ ته دغه دوزخ ماضي جوړوي او ماضي ته دغه ستونزې حال په میراث کې پرېږدي. انساني هره ستونزه په حال کې واقع کېږي، په ماضي کې ذخیره کېږي او ماضي د یو ژوندي موجود په ډول خپله بدله اخلي.
زموږ تېر نسل په حال کې ستونزې درلودې، دغه ستونزې ماضي ته انتقال شوې او نن یې موږ تجربه کوو او په موږ تپل کېږي. هر انساني بد عمل په یو نه یو ډول د نړۍ هر انسان ته زیان رسوي. په شرق کې انساني ستونزې په غرب باندې اغېزې لري او په شمال کې یوه څېړنه او علمي پرمختګ پر جنوب باندې اغېزې لري. نن چې موږ څومره بدې ستونزې تجربه کوو، زموږ له نسلونو څخه موږ ته را پاتې دي.
موږ په حال او ماضي کې بندیان یو، په حال کې د ځان دوزخ یو او دغه دوزخ په ماضي کې موجود وي. که زموږ تېر نسل ناسمې کړنې نه تر سره کولای، نو نن به دغه کړنې موږ نه تجربه کولای. په جمعي لاشعور کې هره بده کړنه چې په ټولنې کې میراثي وي، دغه میراث له انسانانو څخه را پاتې وي. ټولنه هغه وخت له انسان سره بد کوي چې انسانانو یې په داخل کې بد تر سره کړي وي او بد یې ورته په میراث کې پرېښې وي.
ټولنه بې فکره او بې تمیزه موجودیت لري، ټولنې ته عقل او پوهه د انسانانو په وسیله انتقالېږي او ناپوهې ورته له انسانانو څخه را پاتې کېږي. ستونزه په ټولنې کې نشته، د ټولنې انسانان بد کوي او په سلګونو کلونو وروسته د چاپېریال په داخل کې دغه بد اعمال ځای نیسـي او په کلونو وروسته یې خلک تجربه کوي.
په چاپېریال کې دوزخ دی، نو ځکه (زه دوزخ دی!)، په تېرو انسانانو کې دوزخ و، ځکه نن په موږ کې دوزخ دی. په ماضي کې دوزخ و، ځکه نن په حال کې دوزخ دی، په حال کې دوزخ و، ځکه په ماضي کې دوزخ جوړ شو او نن یې د دوزخ دغه اور د نړۍ هر انسان تجربه کوي او په ځانګړي ډول یې (زه) تجربه کوي.