Homeخبرونهله پاکو اوبو د ۲۱ میلیونه افغانانو محرومیت

له پاکو اوبو د ۲۱ میلیونه افغانانو محرومیت

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۱۶مه) د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې لپاره د طالبانو چارواکي وایي، چې ۲۱ میلیونه افغانان له پاکو اوبو محروم دي.

د دغې ادارې مرستیال عبدالسلام حقاني ویلي، چې د دې ستونزې علت اقلیمي بدلونونه او د تودوخې لوړوالی دی.

د کابل د اقتصاد رئیس حامد ابراهیم بیا په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې له اوبو څخه باید د اساسي قانون مطابق ګټه واخیستل شي.

نورو طالب چارواکو هم وخت پر وخت د اوبو په مسوولانه استفادې ټینګار کړی، خو په مشخص ډول نه ده معلومه چې دوی د اوبو د ستونزو د حل لپاره څه پلان لري.

پاکو اوبو ته لږ لاسرسی له پخوا څخه په افغانستان کې یوه جدي ستونزه وه، چې لا هم دوام لري او د زیاتو ناروغیو سبب ګرځي.

1 COMMENT

  1. ملایان لګیا دی چی د ورک هیبت الله څخه پدی اړه کمک وغوښتل شی چی هغه سره کومه داسی دعا شته کنه چی اوبو پری مهار شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...