یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهایران ملا برادر ته؛ د افغانستان له لارې غواړو چین سره وصل...

ایران ملا برادر ته؛ د افغانستان له لارې غواړو چین سره وصل شوو

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۱۶مه) د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحيدي د طالبانو د ریاست‌‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره په لیدنه کې ویلي، ایران غواړي چې د افغانستان له لارې له چین سره وصل شي.

 نوموړي دغه راز د د افغانستان له لارې اوزبیکستان د ایران په واسطه له عمان بحيرې سره د نښلولو غوښتنه کړې.

د ملا برادر دفتر ویلي: په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ بازار په جوړولو، د سرحدونو په پیاوړتیا، له نشه‌يي توکو سره په ګډې مبارزې، د سوداګرۍ او ترانزیټ پر زیاتوالي، د چابهار- نیمروز، هلمند – کندهار د رېل پټلیو په جوړېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د دغې لیدنې پر مهال طالب لوري له ایران څخه د افغان کډوالو د هغه چلند له امله، چې دوی غوره بللی، مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ ایران هم تر ۲۰ زرو پورې افغان کډوال یوازې د اسلام قلعه بندر له لارې شړلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب