Homeخبرونهابوظبۍ کې د افغان پاسپورټونو د وېش پیل

ابوظبۍ کې د افغان پاسپورټونو د وېش پیل

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۱۶مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د افغانستان سفارت له لوري افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیل شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل وايي  له نن وروسته په متحده عربي اماراتو کې مېشت هېوادوال کولای شي چې ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت کونسلۍ برخې ته د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.

تکل زیاتوي، دوی ژمن دي او هڅې کوې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګرانو هېوادوالو د پاسپورټونو او نور د اړتیا وړ قانوني اسنادو تر څنګ قونسلي خدمات په ښه شکل وړاندې کړي.

له دې وړاندې په ایران، ترکیه، پاکستان، مالیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د پاسپورټونو وېش پیل شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې دننه خلک د پاسپورټونو له نه ترلاسه کولو شکایت لري او ادعا کوي، چې په تور بازار کې په زرګونه ډالره بیه ورته ټاکل شوې ده.

طالب چارواکي بیا د فساد ادعاوې بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...