جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهبې پولې خبریالان: پاکستاني پولیس پنا غوښتونکي افغان خبریالان ځوروي

بې پولې خبریالان: پاکستاني پولیس پنا غوښتونکي افغان خبریالان ځوروي

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۱۶مه) د بې پولې خبریالانو ټولنې د پاکستان پولیس په دغه هېواد کې مېشتو افغان خبریالانو سره په ناوړه چلند تورن کړی او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی چې دغه پناه غوښتونکي خبریالان دې نه وباسي.

دغې ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی پرون په یوه بیان کې وویل چې په پاکستان کې دېره افغان خبریالان د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول کېږي، بډې ترې اخیستل کېږي، په خپلسري ډول نیول کېږي، د کورونو د خاوندانو له فشار سره مخامخ دي او د ویزو د ترلاسه کولو لپاره یې غوښتنو ته یې ځواب نه ورکول کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر خبریالان پاکستان ته کډوال شوي.

که څه هم د دوی دقیق شمېر نه دی معلوم، خو د بې سرحده خبریالانو ټولنې ویلي چې شمېر یې له ۲۰۰ زیات دی.

په وروستیو کې پاکستان د څو میلیونو افغان کډوالو د په زوره ایستو عملیات پيل کړي، چې توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

یو شمېر نړیوال بنسټونه باور لري، چې په دغو ایستل کیدونکو کډوالو کې له خطر سره مخ کسان هم شامل دي او هېواد ته په ستنیدو سره به یې طالبان وګواښي.

طالبانو بیا ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې له وېرې پرته دې خپل هېواد ته ستانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب