Homeخبرونهتر اوسه ۳ سوه زره افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه...

تر اوسه ۳ سوه زره افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۱۶مه) د طالبانو د کډوالو او بیرته راستندونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي، په تېرو څو ورځو کې ۳۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

خلیل حقاني د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د راغلو کډوالو سره د لیدني پر مهال وویل، دغه کډوال به لومړی په سرحدي ولایتونو کې په کېمپونو کې ځای پر ځای او د هوا له سمېدو سره به خپلو سیمو ته انتقال شي .

دا په داسې حال کې ده، چې تازه ستانه شوي کډوال د دوی د پالنې لپاره د تدابیرو او اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

د دوی په وینا، طالبانو په ډاګونو کې خېمو ته ننویستي، چې هلته د اوبو، خوراکي توکیو، تشنابونو، بریښنا او ډېرو نورو لومړنیو اړتیاوو له لرلو محروم دي.

طالب چارواکي بیا وایي، چې هم د دوی ادارو او هم خیریه بنسټونو او ولسي خلکو د را ستنو شویو افغانانو د پالنې لپاره لازمې هڅې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...