جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ملکیانو پر موټر خونړۍ چاودنه

کابل کې د ملکیانو پر موټر خونړۍ چاودنه

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۱۶مه) د کابل په لویدیزه سیمه دشت برچي کې نن د ملکي وګړو پر یوه کاسټر موټر چاودنه شوې ده.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې په دغه چاودنه کې لږ ترلږه ۷ تنه ملکیان وژل شوي او تر ۲۰ نور ټپیان دي.

نورو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کابل په لویدیز کې تر ډېره هزاره توکمه او شیعه مذهبه افغانان اوسیږي، چې پرې د چاودنو مسوولیت په عام ډول داعش ډله پر غاړه اخلي.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی او نور جزییات یې نه دي په ډاګه شوي.

2 COMMENTS

  1. دا جنایتونه د مغرضو ګاونډیو له خوا دی ترڅو ملی نفاق او د قومونو ترمنځ کرکه پیدا او افغانان د خپلو اوبو له مدیریت کولو ناتوانه کړی، اصلی مقصد یی دا دی چی افغانستان بی ثباته وساتی او ونشی کولای خپلی اوبه مدیریت او خپل اقتصاد ښه کړی. طالبان باید د پردیو او مغرضو ګاونډیو په پرتله خپل هیواد، خپل هیوادوال او ملی منافع مهم او مقدم وشمیری او خپلو ملی موسساتو، مسلکی ادارو، متخصصینو او مهارت لرونکو مسلکی کارکوونکو، شفاخانو، ښوونکو او ډاکترانو ، دبریښنا بندونو او د بريښنا انجنیرانو او د هوایی ترانسپورت پرسونلو او د ګمرک او بانکونو حرفوی روزل شویو پرسونلو ته ډیره توجه وکړی ، دوی باید تشویق او کار ورڅخه واخیستل شی

  2. طالب مشران باید په خپله ټول وس او توان سره د ولس ملی ارزښتنو ته احترام وکړی او د ولس زړه پر لاس راوړی کنه نو داسی پیښې به ورځ تر بلی زیاتی شی. رنګ دی د طالب ورک چی د ملی اتڼ، سرود او مکاتبو سره ضدیت کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب