جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهظاهر اغبر د ملا متقي مکتوب وشلاوه

ظاهر اغبر د ملا متقي مکتوب وشلاوه

تاند:( سې شنبه، د عقرب ۱۶مه) په تاجیکستان کې د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام سفیر محمد ظاهر اغبر، چې لا هم پر یاد شوي سفارت واکمن دی، نن د سفارت په نوم د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ملا امیرخان متقي استولی مکتوب وشلاوه.

په دغه مکتوب کې متقي لیکلي وو، چې د فیض الله په نوم یو کس یې د سفارت لومړی سکرتر ټاکلی او د سفارت د کارکوونکو لپاره یې د دوو میاشتو معاشونه هم د هغه په لاس استولي دي.

ظاهر اغبر بیا په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د طالبانو رژیم نامشروع دی او هېڅ رسمیت نه لري.

نوموړي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، په مکتوب کې د کلیمې درناوی کوي او هغه برخه ځنې جلا کوي.

له دې وروسته یې د متقي مکتوب وڅېره او ویې ویل، چې په سفارت کې د طالبانو استازو ته ځای نه ورکوي او هېڅ ډول تعامل نه ورسره ساتي.

طالبانو د نوموړی دغې کړنې او څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

اغبر یو له هغو افراطیانو څخه دی چې د افغانستان د ملي سرود په ځای یې په څو غونډو کې د شمال ټلوالې ترانه ږغولې ده.

2 COMMENTS

  1. که څوک ځان ته دیپلومات وایی او د یوه هېواد په استازیتوب هلته د څلوېښت میلیوني وطن د مظلومو ، مجبورو ، وږو او دربدرو خلکو استازیتوب کوي ، هغه دومره کبر نه کوي ، هغه د خپل وطن او خلکو استازیتوب په مینه ، ورورولي او هوښیاري سره سرته رسوي .
    ظاهر اغبر د یوه افغان په صفت چې د دستګیر پنجشیري خپلوان او د دو هنرمندو ورونو چې د افغانانو په منځ کې محبوبیت لري ، سمه نمایندګي ونه شوه کړای . ځان یې افغانستان او نړیوالو ته رسوا کړ. کله چې په هېواد کې د جمهوریت واک ختم شو ، په نورو هېوادونو کې د هغه جمهوریت استازیتوب هم نور اعتبار نه لري . ښه به داوه چې د تاجیکستان دولت په خورا بېطرفي او د ښه ګاونډیتوب د اصولو په رعایت کولو سره له جنګسالارانو غوښتي وایی چې د دوی له خاورې د افغانستان پرضد تبلیغات او جنګي فعالیت ودروي .
    حقیقت خو دادی که متقي د یوه منل شوي مشروع او د نړیوالو له خوا په رسمیت نه پېژندل شوي دولت د خارجه چارو سرپرست وزیر دی ، ظاهر اغبر هم د یوه پرزول شوي پخواني جمهوریت استازی وو چې نور د هغه ماموریت ختم او د هغه ترمشري لاندې هر ډول اجراآت اعتبار وړ نه دی .

  2. باید د نومړی اغبر ټول سرمایه په افغانستان کې ضبط او ددې سفارت ټولو کارونه د اغبر په لاسلیک بې اعتباره کړي بیا به ګوری چې پخپله په هغه هیواد کې شته افغانان دې د ظاهر اغبر په ضد لاریون کوي کنه مګر موږ تل داسې رویه سرته رسولی چې نړۍ کې مو داسې افغان ضد څیرو ته د نورو مغرضو هیوادونو لکه پاکستان ، انګلستان امریکا فرانسه او روسییه ایران په سفارش نیکه رویه ورسره کوو مګر لازمه ده چې نور رسمي تاجکستان ته لیک ولیږي چې اغبر فعالیت وځنډوی ځکه که دا کار تاجکستان نه کوي بیا ورته ددې هیواد پرضد اقدام لازم دي ځکه همدا اغبر د تاجکستان او فرانسی او امریکا پاکستان انګلستان ایران په دستور او لمسون د هر افغان دولت پر ضد د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ګام پورته کوي باید دا خبره تر عبدالله عبدالله ورسیږی ترڅو رسانیو له لاري عبدالله باید په وړاندې غبرګون وښایي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب