Homeخبرونهریچارډ بېنېټ: د نیمروز په دښتو کې د افغان کډوالو مړینه یوه...

ریچارډ بېنېټ: د نیمروز په دښتو کې د افغان کډوالو مړینه یوه «وېروونکې» پېښه ده

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۱۰ مه) د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، ایران ته پر لاره د نیمروز ولایت په شګلنو دښتو کې د یو شمېر افغانانو مړینه «وېروونکې» بللې او د کډوالۍ لپاره د افغانانو د خطر منلو د اصلي علتونو د معلومولو لپاره یې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

بېنېټ د شنبې په ورځ، د اسد په ۱۰مه، په اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په خپره کړې لیکنه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه. هغه لیکلي:

«باید په جدي ډول هغو ریښو او عواملو ته پاملرنه وشي چې افغانان دې ته اړ باسي څو داسې له نهیلۍ او خطره ډک سفرونه وکړي.»

د نیمروز په دښتو کې د لسګونو افغانانو مړي موندل شوي

 له هغو ۱۹ افغانانو څخه، چې ایران ته د تګ پر مهال د نیمروز په دښتو کې ورک شوي وو، د افغانستان د هوايي ځواک هیلي کوپترو د پر له پسې هڅو په نتیجه کې د ۱۴ کسانو مړي د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ د ګرد لالوي په سیمه کې موندل شوي دي.

همداراز، ترلاسه شوې ویډیوګانې ښيي چې د یو شمېر نورو افغانانو مړي هم موندل شوي، چې د ایران پر لور د سفر پر مهال په همدې سیمه کې ورک شوي وو.

د راپورونو له مخې، د موندل شویو کسانو شمېر له ۱۰ تنو څخه زیات دی، او ټول مړي د چهاربرجک ولسوالۍ د ګرد لالوی په سیمه کې موندل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) هم د نیمروز په دښتو کې د لږ تر لږه ۱۹ افغانانو مړینه یوه «ژوره غمیزه» بللې ده.

د کډوالۍ د زیاتېدو لاملونه

د افغانستان اقتصادي بحران، د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتوالی، له ایران او پاکستان څخه په لنډه موده کې د میلیونونو افغانانو ایستل، د طالبانو له لوري لګېدلي محدودیتونه او د کاري فرصتونو کمښت د افغانانو د کډوالۍ څپه نوره هم چټکه کړې ده.

د نیمروز په دښتو کې د بې درکه ۱۴ ځوانانو مړي وموندل شول – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...