Homeخبرونهطالبانو له ډیورند کرښې ته نژدې د نویو ځواکونو د جذب لړۍ...

طالبانو له ډیورند کرښې ته نژدې د نویو ځواکونو د جذب لړۍ پیل کړې

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۷ مه)له پاکستان سره د کړکېچونو او نښتو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، طالبانو د کونړ ولایت په سرحدي ولسوالیو کې د نویو ځواکونو د جذب لړۍ پیل کړې ده.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند، وحیدالله محمدي، ویلي چې دا پروګرام په هغو شپږو ولسوالیو کې روان دی چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرتې دي. هغه نه دي ویلي چې ټولټال څومره کسان به په کونړ ولایت کې جذب شي.

د هغه په وینا، تر اوسه په نړۍ (نارړۍ)، دانګام، شلتن او مرورې ولسوالیو کې د ۱۶۰ کسانو د نوم‌لیکنې او جذب بهیر بشپړ شوی او اسناد یې د وروستیو اجراآتو لپاره د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ ته استول شوي دي.

محمدي زیاته کړې چې دا بهیر د کونړ د جلب او جذب د مسوول دینارخان صدیق عمر او د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لوا د قبایلو چارو د مرستیال فیروزخان سراج تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

افغانستان او پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله په سرحدي سیمو کې سره نښتي کړي دي، خو طالبانو تر اوسه نه دي ویلي چې نوي جذب شوي ځواکونه به د پولې د امنیت لپاره ځای پر ځای شي او که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...