یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد تاند له راپور خپریدو وروسته له عباس ستانکزي سره د ترکیې...

د تاند له راپور خپریدو وروسته له عباس ستانکزي سره د ترکیې د نوي شارژدافیر لیدنه

تاند(چارشنبه، د میزان ۲۶مه) په کابل کې د ترکیې د نوي شارژدافیر د کار د پيل او د طالبانو دیپلوماتیکې دستګاه سره یې د نه همغږۍ په اړه د تاند وېب پاڼې د پروني راپور له خپریدو وروسته، نن دغه شارژدافیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسی مرستیال عباس ستانکزي سره لیدلي.

تاند پرون سې شنبه د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی و چې په کابل کې د ترکیې نوي سفیر خپله دنده پيل کړې، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره تر لیدنې مخکې یې نورو چارواکو سره لیدنې پيل کړي.

نن د ترکیې سفارت خبر ورکړی چې کابل ته یې هېواد نوی سفیر نه؛ بلکې نوی شارژدافیر معرفي کړی.

سرچینې ویلي چې نوي ترکي شارژدافیر نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره لیدلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې ورسره کړي دي.

د تاند پرونی راپور دلته لوستلی شئ:

د ترکیې نوي سفیر طالب چارواکو ته له باور لیک وړاندې کولو پرته دنده پیل کړې – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب