یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحمید خراساني د بهرني سفر په اړه یې وضاحت ورکړ

حمید خراساني د بهرني سفر په اړه یې وضاحت ورکړ

تاند(چارشنبه، د میزان ۲۶مه) د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی ملګری شوی عبدالحمید خرساني چې د جمهوري نظام پر مهال په بېلابېلو جرمونو تورن او فراري و، له هېواده د وتو په اړه خپرو شویو اوازو ته یې غبرګون ښودلی.

ښاغلی خراساني چې په پرله پسې ډول د طالبانو د لیکو یوه جنجالي او خبري څېره ګرځیدلې، د خپل سفر دلیل پر بهرنیو ډاکټرانو خپله درملنه ښودلې او ویلي چې بیرته هېواد ته ستنیږي.

نوموړی چې ډېر ځله یې د طالبانو په لیکو کې د بې عدالتۍ او سلیقوي چلندونو ادعاوې او شکایتونه کړي وو، په تازه ویډیو کې له طالبانو څخه د احتمالي بېلتون خبره هم رد کړې

خراساني د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د دوی ملګری او په پنجشېر کې ېې د امنيې قومندانۍ د امنیت آمر وټاکل شو.

حمید خراساني د جمهوري نظام پر مهال په کابل کې په پراخو باج اخيستو، وژنو او جرمونو تورن و.

هغه یو ځل په يوه ويډيو کليپ کې د افغانستان ملي بيرغ او تاریخ ته سپکاوی هم کړی او د پښتنو اړوند ېې بللی و.

خراساني د جمهوري نظام په وروستيو وختونو کې پنجشېر ته د يو شمېر ورتلونکو کوچیانو ویډیو ګانې خپرې کړې وې،چې دوی یې د پښتنو او طالبانو په نامه پکې ډبول.

 نوموړی څه موده مخکې د پکتیا د احمد ابا ولسوال هم ټاکل شوی و، خو وروسته ګوښه شو او ویل کیږي چې اوس د طالبانو د یوې جنګي قطعې مشر دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب