Homeخبرونهد طالبانو له بنده د افغاني الاصله فرانسوي خبریال خوشې کیدل

د طالبانو له بنده د افغاني الاصله فرانسوي خبریال خوشې کیدل

تاند:( پنجشنبه، د میزان ۲۷مه)د بې پولې خبریالانو ټولنې د طالبانو له بنده د افغانی الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کیدو خبر ورکړی.

بهبودي شاوخوا ۹ میاشتې وړاندې په کابل کې نیول شوی و، خو طالبانو یې د نیول کیدو دلیل نه و په ډاګه کړی.

طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم یو شمېر افغان خبریالان او فعالان د طالبانو په بند کې دي.

طالب چارواکي د نیولو او خوشې کړو فعالانو په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...