یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د نویو کورونو د جوړولو...

د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د نویو کورونو د جوړولو کار پیل شو

تاند (چهار شنبه، د میزان ۲۶مه) د هرات له زلزله ځپلو سیمو څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت د زلزله ځپلو لپاره د پخو کورونو په جوړولو کار پیل کړی دی.

مهندسان په زنده جان ولسوالۍ کې، چې د انجیل په شان زلزلې زیات ځپلی دی، د نویو کورونو په جوړولو بوخت دي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ريیس احمدالله متقي وویل:«د لومړني پلان پر اساس، په پام کې ده چې د هرات ولایت په ۲۰ کلیو کې ۲۱۴۶ کورونه جوړ شي. د کورونو لپاره نقشې جوړې شوې دي.»

په داسې حال کې چې هوا په سړېدو ده، زرګونه هراتیان، چې کورونه یې زلزلو نړولي، په خیمو کې اوسي.

ډېر نور هراتیان هم، چې کورونه یې زلزلې زیانمن کړي نه دي، د زلزلو له ډاره په خیمو کې اوسي.

خو هغوی چې کورونه یې ویجاړ شوي، هیله لري چې د ژمي تر رارسیدو مخکې ورته کورونه جوړ شي.

د هرات په زلزلو کې له ۱۳۰۰ تر ۱۵۰۰ تنه مړه شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د هرات په زلزلو کې ۱۳۸۴ تنه مړه شوي دي.

د بشري چارو د تنظیم لپاره د ملګروملتو اداره (اوچا) وايي، د افغانستان په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له کبله تر ۴۳ زره ډېر کسان په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي.

په دغه ولایت کې لومړۍ سخته زلزله د اکتوبر په ۷ مه وشوه، ورپسې ګڼې نورې سختې او کمزروې زلزلې وشوې.

دا ښايي د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې په یوه ولایت کې یې دوې اوونۍ پر له پسې زلزلې کېږي.

ملګروملتو د هرات له زلزله ځپلو سره د ۹۳ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب