Homeخبرونهملګرو ملتونو د پکتیکا زرو بې کوره شویو زلزله ځپلو ته کورونه...

ملګرو ملتونو د پکتیکا زرو بې کوره شویو زلزله ځپلو ته کورونه جوړ کړل

تاند (چهار شنبه، د میزان ۲۶مه)  د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوري د تېر کال زلزله ځپلیو ته زر کورونه له جوړیدو وروسته نن وسپارل شول.

په پکتیکا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې طالب رئیس مطیع‌الله منصور ویلي چې پر دغو کورونو نږدې ۵میلیونه ډالره لګښت شوی.

 د منصور په وینا، پر کور ۴۸۰۰ امريکايي ډالر لګښت راغلی چې جوړ شوي کور کې دوه د هستوګنې خونې، يو دهلیز، یو تشناب او پخلنځی شامل دی.

د یو شمېر نورو کورنیو لپاره د کرکټ مشهور لوبغاړي راشد خان هم د خپل خیریه بنسټ له لارې کورونه جوړ کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې زرګونه تنه نور افغانان د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې وروستیو خونړیو زلزلو بې کوره کړي چې طالب چارواکو یې د کورونو د جوړولو ژمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...