یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د افغانستان الف لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه

د افغانستان الف لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې نن د عمان لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۲۲۴ منډې هدف ټاکلی و. د افغان لوبغاړو په منځ کې پیلګرو (اوبینرانو) عبدل اکبري او عبدالملک ښه لوبه وکړه.

اکبر په ۹۰ توپونو ۷۶ او ملک په ۵۳ توپونو ۴۰ منډې وکړې. نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل خو د دوی په منځ کې یوازې محمد اسحاق ښه وځلېد. ده په ۴۶ توپونو ۵۷ منډې وکړې. د اسحاق ښه بیټنګ د افغانستان له بري سره زیاته مرسته وکړه.

د عمان پیلګرو لوبغاړو لا ښه لوبه وکړه، تر دې چې د منډو اوسط یې تر افغان لوبغاړو لوړ وساته.

  کاشیاپ پراجاپاتي په ۹۹ توپونو ۸۰ او پراتیک اتاوال په ۸۵ توپونو ۵۱ منډې وکړې. د دوی نور لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل.

که څه هم نوید ځدراڼ ۳ لوبغاړي وسوځول خو لا ښه باولینګ ضیاالرحمان وکړ چې د عمان رنز رېټ یا د منډو اوسط یې ټیټ کړ. ده په ۱۰ اورونو کې صرف ۲۷ منډې ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب