یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو دوام؛ ۴ سوه نورې کورنۍ...

له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو دوام؛ ۴ سوه نورې کورنۍ یې وویستې

تاند:(جمعه، د میزان ۲۱مه) پاکستاني رسنیو ویلي، چې روانه اوونۍ یې حکومت څه باندې ۴۰۰ نه زیاتې افغانې کورنۍ له دغه هېواد څخه ویستلې دي.

د پاکستان راډیو په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کسان تر چارشنبې ورځې پورې د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي.

سرچینې د کورنیو د غړو شمېر نه دی ښودلی.

له دې سره د پاکستاني چارواکو له قوله ټینګار شوی، چې د ناقانونه افغان کډوالو د ویستو لړۍ ته به په همدې ډول دوام ورکړل شي.

د پاکستان یو شمېر چارواکو په دغه هېواد کې مېشتو ټولو ناقانونه کډوالو ته، چې یوه لویه برخه یې افغانان دي، د نومبر میاشتې تر پیله پورې د وتو خبرداری ورکړی.

د پاکستان دا خبرداری او له افغان کډوالو سره یې د ناوړه چلند راپورونه په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم او ګڼو نړیوالو سازمانونو له مخالفت سره مخ شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي پاکستان او ایران له افغان کډوالو څخه د دوی پر وړاندې د کمزورۍ د ټکي په توګه د استفادې ادعا کړې ده.

په ورته مهال، طالب چارواکو افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو د ستونزو حلولو لپاره د یوه لوړپوړي کمیسون د ګومارلو خبر هم ورکړی.

معلومه نه ده، چې دغه کمیسیون به ستنیدونکو کډوالو ته څه ډول مرستې برابروي.

راپورونه ښيي، چې پاکستان کې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان په ناقانونه توګه ژوند کوي.

د دوی یوه د پام وړ برخه، د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له افغانستان څخه وتي او پاکستان ته تللي.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر سازمانونه او پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، چې هېواد ته د دغو کډوالو په زوره ستنول به دوی د طالبانو له نورو خطرونو سره مخ کړي.

پر دې سربېره، په افغانستان کې شدید اقتصادي ناورین او فقر بله اندېښنه ده، چې له پاکستان څخه شړل کیدونکي افغان کډوال یې د خپل راتلونکي لپاره لویه ننګونه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب