یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهډبلیو ایف پي: د هرات زلزله ځپلي په وږي نس کنډوالو کې...

ډبلیو ایف پي: د هرات زلزله ځپلي په وږي نس کنډوالو کې وخت تېروي

تاند:( جمعه، د میزان ۲۱مه) د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي د افغانستان په هرات کې وروستۍ زلزله پر ناورین له پاسه بل ناورین وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. 

د ملګروملتو دې ادارې پرون وویل، په هرات کې زلزله ځپلي شپه په وږي نس په کنډوالو کې تېروي. 

په همدې حال کې د ملګروملتود کډوالو لوی کمیشنر فلیپو ګراندي د هرات زلزلې ته په اشارې، بشري مرستې ضروري وبللې او ویې ویل چې اوسنی وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو لپاره له کړاوونو ډک دی. 

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف ویلي چې د هرات په زلزلو کې د وژل شویو کسانو په سلو کې ۹۰ ښځې او ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر مرستندویو ادارو له طالبانو شکایت کړی او ویلي، چې ښځینه وو سره د مرستو رسولو د هڅو خنډ شوي دي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو اعلان یې کړی چې د زلزله ځپلو د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي دي.

بل لورته: چین وايي چې د افغانستان د هرات ولایت له زلزله ځپلیو سره یې ۳۰ میلیونه ایوان، چې څه باندې ۴ میلیون امریکايي ډالره کېږي، مرسته کړې ده. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب