یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان په مارګله کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي

پاکستان په مارګله کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي

تاند:( جمعه، د میزان ۲۱مه) پاکستاني حکومت د اسلام اباد په مارګله ټاون کې د یوشمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي دي

ویل شوي، چې دغه کورونه د ساینس او ټېکنالوژۍ له ودانۍ سره نېږدې وو

د پلازمېنې د پرمختیا ادارې سي ډي اې د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي چې پکې افغانان په ناقانونه توګه اوسېدل.

دې ادارې دا نه دي ویلي چې څومره کورونه یې ړنګ کړي دي.  

خو بیان وايي د هغو عملیاتو په پایله کې یې تر ۲۵۰ کناله پورې ځمکه حکومت بیا ترلاسه کړې چې پکې به اوس د خلکو د اوسېدو قانوني ځایونه جوړېږي

  د پاکستان حکومت د افغانانو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر پای پورې د هېواد پرېښودو امری کړی دی. 

دا پریکړه د طالبانو د حکومت ترڅنګ یو شمېر نړیوالو سازمانونو غندلې او افغان کډوالو سره یې د پاکستان د انساني چلند ټینګار کړی دی.

پرون پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې یوازې د تورخم له لارې تېره اوونۍ څه باندې ۴ سوه افغانې کورنۍ خپل هېواد ته شړل شوې دي.

1 COMMENT

  1. پاکستان به موږ ته ځان په خپله را وپیژنې، چې څوره له لوی ابلیس دی. خو هغوو د خولې خدای کږې کړې چې دوئ ته به یی د انصارو لقب ورکاوه. د هغوو دی خدای انصاف روزې کړې چې په کور کې به یې د ضیا الحق او جنرال اختر عکسونه را ځړولی ول او له ضیاالحق لعین سره به لیکلي ول شهیدجهاد افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب