جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکا د هرات زلزله ځپلیو ته ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

امریکا د هرات زلزله ځپلیو ته ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

تاند:(جمعه، د میزان ۲۱مه) د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د هرات زلزله ځپلو سره د دغه هېواد د ۱۲ میلیونه ډالره د مرستې خبر ورکړ.

نوموړي ویلي، چې دا مرسته به د هرات د تېرې اوونۍ زلزله ځپلیو ته ځانګړې وي.

امریکایي استازي د مرستې د رسیدو او عملي کیدو د څرنګوالي جزییات نه دي په ډاګه کړي.

تر دې مخکې پرون چین له یادو زلزله ځپلیو سره د څه باندې ۴ میلیونه ډالرو د مرستې خبر ورکړ.

روسیې بیا ویلي، چې که مرسته ترې وغوښتل شي، ترسراوي ته به یې غور وکړي.

پاکستان بیا ویلي، چې دوی نه طالب چارواکو یو شمېر کمپلې او خېمې غوښتې وې، چې استولې یې دي.

د پاکستان د مرستو کمښت او اعلان د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

په ټوله کې د هرات زلزله ځپلیو سره د مرستو بهیر له نیوکو سره مخ دی.

یو شمېر خلک وایي، چې طالب چارواکي خپله د زلزله ځپلیو د لاسنیوي وس نه لري، خو نړیوالو سره د تعامل او مشروعیت نه لرلو له امله یې له نورو هېوادونو هم د مرستو په ترلاسه کولو کې اغېز نه دی لرلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...