Homeخبرونهپه بغلان کې سر په سر دوې زلزلې وشوې

په بغلان کې سر په سر دوې زلزلې وشوې

تاند (جمعه، د میزان ۲۱ مه) د راپورونو له مخې نن سهار په بغلان ولایت کې دوه ځلي زلزله شوې. ده

د بغلان اوسیدونکي وايي، لومړۍ زلزله د سهار په ۴:۳۸ او دویمه په ۵:۳۹ دقیقو وشوه.

د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴.۹ درجې ښودل شوی او مرکز یې هم مرکزي بغلان بلل شوی دی.

د زلزلې ټکانونه په شاوخوا ولایتونو او حتي ننګرهار کې هم احساس شوي دي.

تر اوسه پورې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...