Homeخبرونهتازه خبر: د بغلان د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنه...

تازه خبر: د بغلان د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنه شوې

تاند:( جمعه، د میزان ۲۱مه) سیمه ییزو سرچینو تاند ته ویلي، چې نن د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنه شوې ده.

ویل کیږي، چې دغه جومات د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې دی او امام زمان نومیږي.

تراوسه په چاودنه کې د مرګ ژوبلې معلومات نه دي دقیق شوي، خو ویل کیږي چې ځاني زیانونه یې اړولي دي.

د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ګومان کیږي چې داعش ډله به يې پر غاړه واخلي.

یادې ډلې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د شیعه ګانو جوماتونه همداسې د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال د خونړیو بریدونو هدف ګرځولي، چې لسګونه تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په وروستیو کې بیا- بیا طالب چارواکو د داعش ډلې د پوره ځپلو او د نورو بریدونو د وړتیا نه لرلو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...