Homeخبرونهد امریکا او بریتانیا د پوځي اډو جوړیدو راپورونو ته د طالبانو...

د امریکا او بریتانیا د پوځي اډو جوړیدو راپورونو ته د طالبانو غبرګون

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۰مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د یوه مقام هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې امریکا او برېتانیا په افغانستان کې د پوځي اډو د لرلو په اړه د ارزونو په حال کې دي.

د روسيې د فدرال امنیتي ادراې رییس، لکساندر بورتنیکوف ویلي: «د امریکا او بریټانیا اطلاعاتي خدمتونه د افغانستان په شاوخوا کې د بې ثباتۍ د رامنځته کېدو په برخه کې اصلي رول لري. د امریکا او بریټانیا د اطلاعاتو سازمانونه د افغانستان په څو مهمو ولایتونو کې د اطلاعاتي حضور د بیا ژوندي په لټه کې دي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا څرګندونې ردوي او وایي، چې دوی به هېڅ هېواد ته په افغانستان کې د استخباراتي فعالیت اجازه ورنکړي.

مجاهد زیاتوي، د نړۍ هېوادونو ته نه ښايي چې، د افغانستان خاوره د سیالیو پر ډګر بدله کړي.

څه موده مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ پنځمې غونډې ته په استولي پيغام کې ویلي وو، چې روسیه به په هېڅ توجیه په افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور بیا ونه زغمي.

ځینې شنونکي باور لري، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره دوی د سیمې او نړۍ د قدرتونو ترمنځ سیالۍ کې د افغانستان د خوندي ساتلو وړتیا نه لري او وېره شته، چې د واکمن رژیم د نه مشروعیت، انحصار او خلکو او نړۍ سره د پراخ واټن له امله افغانستان د نیابتي سیالیو په میدان بدل شي.

طالب چارواکي بیا داسې وړاندوینې ردوي او د بې طرفه، متوازن او ملي ګټو پر اساس د بهرني سیاست او ملي حاکمیت ساتلو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...