جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهدلاور: د جبل السراج د سمنټو فابریکې لپاره مې قطر سره د...

دلاور: د جبل السراج د سمنټو فابریکې لپاره مې قطر سره د ۲۲۰ میلیونه ډالرو تړون وکړ

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۰مه) د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور نن په کابل کې د قطر له درېیو شرکتونو سره د ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی.

نوموړي ویلي، چې د دغه تړون له مخې یاد شوي شرکتونه د جبل السراج د سمنټو په فابریکه کې پانګونه کوي.

ویل شوي، د دغې پانګونې له مخې هر کال یو میلیون او ۵۰۰ زره ټنه معیاري سمنټ تولیدیږي.

د طالب وزیر په وینا، یاد شوی تړون به ۵ زرو تنو ته په مستقیم او زرګونو نورو ته په نا مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

د یاد شوي تړون موده ۳۰ کاله ښودل شوې ده.

د جبل السراح د سمنټو فابریکه په ۱۳۳۷ لمریز کال کې تاسیس شوې، چې هغه مهال یې په یوه ورځ او شپه کې د سل ټنو سمنټو د تولید ظرفیت درلود.

دا فابریکه د جهادي تنظیمونو د جګړو پر مهال له کاره ولویده، خو په ۱۳۹۵ کال کې بیا فعاله او د پخواني تولید ظرفیت یې پیدا کړ.

د طالبانو رژیم د ورته پروژو د پراختیا له امله ستایل کیږي، خو ځینې منتقدان یې قرادادونه غیر قانوني او غیر تخصصي بولي.

د دوی په وینا، طالبان د داسې قراردادونو مشروعیت او مسلکي متخصصین دواړه نه لري، خو طالبان دا ادعاوې بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...