Homeسپورتجنوبي افریقا، په لوی توپیر استرالیا ته ماتې ورکړه

جنوبي افریقا، په لوی توپیر استرالیا ته ماتې ورکړه

تاند – د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې یو وار بیا په ډېر توپیر یوه غښتلي ټیم بوه بل غښتاي ټیم ته ماتې ورکړه.

جنوبي افریقا د استرالیا پیاوړي ټیم ته په ۱۳۴ منډو ماتې ورکړه.

جنوبي افریقا سیالې لوبډلې ته ۳۱۲ منډې هدف ټاکلی و خو د استرالیا لومړي لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل او په داسې حال کې چې ۱۷۷ منډې یې کړې وې، ټول ویکټونه یې له لاسه ورکړل.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن د بنګله دیش او نیوزیلنډ لوبډلې مخامخ شي.

نیوزیلنډ خپلې لومړۍ دوې سیالۍ په لوی توپیر ګټلي خو بنګله دېش یوه بایللې او بله ګټلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....