یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد برېښنايي تذکرو او پاسپورټ سیستمونه سره نښلول کیږي

د برېښنايي تذکرو او پاسپورټ سیستمونه سره نښلول کیږي

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۰ مه) د طالبانو چارواکو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست ترمنځ د یوه تړون خبر ورکړی، چې له مخې یې برېښنايي تذکرو او پاسپورټ سېستمونه سره نښلول کیږي.

 د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لپاره د طالبانو عمومي رییس ډاکټر فقیرمحمد زیار وویل، چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره به د پاسپورټ غوښتونکو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

زیار زیاته کړه چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره به د پاسپورټ اخیستونکو اړوند معلومات (نوم، تخلص، د زېږېدو ځای او تاریخ، جنسیت، شغل، د پېژندپاڼې ګڼه، لاسلیک او د غوښتونکي عکس) به د پاسپورټ عمومي ریاست ته په انلاین ډول د کړنو د تکرار او د وخت له ضایع کېدو د مخنیوي په موخه په واک کې ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم اداري مرستیال مولوي نورجلال جلال وویل چې د برېښنايي تذکرو معلوماتي سېستم د پاسپورټ عمومي ریاست له سېستم سره د نښلولو هوکړه لیک د جعل او تزویز د مخنیوي، د هېوادوالو د هویت د تثبیتولو د بهیر چټکتیا، معیاري کولو او د پاسپورټ په وېش کې د سرګردانۍ څخه د مخینوي په موخه لاسلیک کېږي.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د احصایې او معلوماتو ملي اداره مسولیت لري چې د برېښنايي تذکرو معلوماتي سېستم د پاسپورټ عمومي ریاست له معلوماتي سېستم سره ونښلوي او د پاسپورټ د هغو غوښتونکو چې برېښنايي تذکره ولري د هویت اړوند معلومات د پاسپورټ عمومي ریاست په واک کې ورکړي.

د دې ترڅنګ د پاسپورټ عمومي ریاست هم مسولیت لري، چې د برېښنايي تذکرې د معلوماتي سېستم د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس پاسپورټ صادر کړي او هغه غوښتونکي چې په شهرت کې یې بدلونونه ولیدل شي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته راجع کړي او په دې برخه کې د ځينو نورو هر اړخیزو همکاریو مسوولیت هم په غاړه لري.

طالب چارواکي وایي دا هوکړه لیک په برېښنایي ډول د خدمتونو وړاندې کولو، د هېوادوالو  رضایت حاصلولو، د کړنو له تکرار او بروکراسۍ د مخنیوي او هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه لاسلیک شوی دی.

د دغه تړون خبر داسې مهال ورکول کیږي، چې د پاسپورټونو د وېش له بهیر څخه خلک ډېر شکایتونه لري او پکې د درغلۍ او فساد ادعاوې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب