جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههرات کې زلزلو یو شمېر تاریخي ځایونه زیانمن کړي

هرات کې زلزلو یو شمېر تاریخي ځایونه زیانمن کړي

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۰مه) د هرات لپاره د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې وروستیو زلزلو په دغه ولایت کې یو شمېر تاریخي ځایونه هم زیانمن کړي دي.

د طالبانو د والي ویاند نثاراحمد الیاس رسنیو ته ویلي، چې دا زیانونه د هرات اختیار الدین کلا، لوی جومات او ځینو څلو ته اوښتي دي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د فرهنګي سرچینو د معلوماتو له مخې، د د هرات تاریخي لوی جامع جومات ۱۴۱۴ کاله لرغونتوب لري.

طالب چارواکو د زیانمن شویو فرهنګي سیمو په اړه نور څه نه دي ویلي.

په هرات کې د تېرې شنبې ورځې د زلزلې له امله، تر دوه زرو پورې کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې د روانې اونۍ زلزلې ۱۷ زره کسان زیانمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...