یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد روغتیا وزیر د هرات د زلزلې د مړینو کره شمېر ۱۰۰۰...

د روغتیا وزیر د هرات د زلزلې د مړینو کره شمېر ۱۰۰۰ وښود

تاند (پنجشنبه، د میزان ۲۰مه) د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد وايي، د هرات په زلزلو کې ټولټال ۱۰۰۰ تنه مړه او ۲۴۰۰ ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې ځینو طالب چارواکو د وژل شویو شمېر ۲۵۰۰ ښوولی و.

ښاغلي قلندر وویل، د زلزلې د ځینو ټپیانو درملنه شوې او له روغتونه رخصت شوي خو ځینې لا هم بستر دي.

ده د بستر کسانو شمېر یاد نه کړ.

د روغتیا وزیر په دې اړه چې ولې مخکې نورو چارواکو د وژل شویو شمېر زیات ښوولی و، وویل، د ژغورنې ټیمونو د تکراري لیستونو له وجې د قربانیانو اصلي شمېر ډېر ښوولی و.

په همدې حال کې د افغاني سره میاشت ټولنې د هرات په زلزله کې د وزل شویو کسانو شمېر ۲ زره تنه وښود. دې ټولنې په هرات کې د زلزلې د قربانیانو د لټون عملیات پای ته رسیدلي اعلان کړل.

یونسیف: دهرات د زلزلې ۹۰٪ قربانیان ښځې او ماشومان دي

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، د هرات په زلزلو کې د وژل شویو کسانو په سلو کې ۹۰ ښځې او ماشومان دي.

د دې لپاره چې لومړۍ زلزله د ورځې په ۱۱ بجې او ۲۰ دقیقې وشوه، اکثره نارینه له کورونو وتلي وو.

د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په حساب شپږ نیمې درجې و.

دې ادارې د زلزله ځپلیو ښځو او ماشومانو لپاره د ۲۰ میلیون ډالره مرستې غوښتنه کړې ده.

د شنبې د ورځې له ویجاړوونکې زلزلې وروسته ګڼ شمېر کلیوال، چې کورونه یې نړېدلي، شپې په خیمو کې تېروي ځینې خو حتي خیمې هم نه لري د خپلو ورانو شویو کورونو په کنډوالو کې اوسي.

د طالبانو حکومت له زلزله ځپلیو سره د سل میلیون افغانیو مرستې اعلان کړی، افغان سوداګر میرویس عزیزي ۲۰۰ میلیون افغانۍو کرکټ بورډ، نامتو ستورو راشدخان او محمد نبي هم مرستې اعلان کړي دي.

اروپايي اتحادیې بیا درې نیم میلیون یورو اعلان کړي خو په مجموع کې مرستې کمې دي ځکه چې د نړیوالو ټول پام د حماس او اسراییلو جنګ ته اوښتی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب