Homeخبرونهله طالبانو د۸۰ هېوادونو ګډه غوښتنه؛ د ښځو او بشر حقونه نور...

له طالبانو د۸۰ هېوادونو ګډه غوښتنه؛ د ښځو او بشر حقونه نور مه نقضوئ

تاند:( پنجشنبه، د میزان ۱۳مه) د نړۍ ۸۰ هېوادونو په ګډه د یوه پریکړه لیک له خپرولو سره د طالبانو له رژیم څخه غوښتي، چې د ښځو او  بشر د حقونو نقض نور پای ته ورسوي.

په دغه اعلامیه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو فرمانونه، سیسټماټيک تبعیض، ځپونکي او له تاوتریخوالي ډک ګڼل شوي او له اسلامي امارته غوښتل شوي چې افغان نجونو او ښځو ته بيرته په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د بشپړ، مساوي او معنا لرونکي ګډون زمینه برابره کړي.

د طالبانو د رژیم ویاند مجاهد بیا په دې اړه شوې نیوکې رد کړي او ویلي:«هغه حقوق چې اسلامي شریعت ښځو او نجونو ته ورکړي په افغانستان کې هغه نه چا نقض کړي او نه ترې سرغړونه کولای شي. بلکې امارت د وجیبې په توګه هغې ته رسېدنه کوي او دا فرض ګڼي چې هغوی ته خپل حقوق ورکړي.»

د طالبانو رژیم د ښځو او بشري حقونو د نقض له امله تل له ستونزو سره مخ شوی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی په پرله پسې ډول پر ښځو بندیزونه لګولي چې له مخې یې نجونې له شپږم ټولګي د پورته زده کړو، ښځې له روغتیایي او ځینو نورو محدودو برخو پرته د کار، ټولنیز حضور، په خپله خوښه د لباس، ګرځیدو او ډېرو نورو مسایلو حق نه لري.

طالبان له دې امله په ملي او نړیواله کچه سختو نیوکو سره مخ دي، خو مشران یې ادعا کوي چې د ښځو حقونه یې نقض کړي نه؛ بلکې د هغه څه له مخې تامین کړي، چې دوی یې «اسلامي شریعت» بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...