جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهافغان کډوالو سره د پاکستان د ناوړه چلند په تړاو د ملا...

افغان کډوالو سره د پاکستان د ناوړه چلند په تړاو د ملا یعقوب غبرګون

تاند:( پنجشنبه، د میزان ۱۳مه) د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملایعقوب مجاهد، چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته یې څو ځله د پاکستان پر وړاندې تونده ژبه کارولې، نن یې د دغه هېواد له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند ته غبرګون وښود.
ملا یعقوب د طالبانو د یو شمېر پولیسو په فراغت غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پریکړه ظالمانه ده.
د هغه په باور، له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري شړل وحشت او بربریت دی.
ملا یعقوب په پاکستان کې له مېشتو افغان پانګوالو وغوښتل، چې خپله شتمني دې له دغه هېواد څخه هېواد ته را ولېږدوي او په دې ډول دې د پاکستان اقتصاد ته کلکه ضربه ورکړي.
دغه طالب وزیر په ورته مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د ظلم مخه ونیسي.
ملا یعقوب د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو او کار بندیزونو ته له مشخصې اشارې پرته ویلي: څلور شیان د هېواد د ابادۍ لپاره اړین دي( زده کړې، امنیت، ثبات او سوداګري).
نوموړي تر دې مخکې د نجونو د زده کړو په اړه هم د طالبانو بندیزونه په ضمني ډول نقد کړي وو، خو په دې اړه له ډېرې مودې راهیسې بیا واضح نه دی غږیدلی.

1 COMMENT

  1. پاچا صیب: اول مو خپل کورونه له اسلام آباد څخه وباسی. دا ستا ملا خیټو، ملا کبیر همدا اوس چیری تللی؟ ستاسو لورانی اسلام آباد کی کالجونه وایی په افغان نجونو مو مکاتب او پوهنتونونه بند کړی. یوه تعلیمی طرحه مو پدی ۲ کالو جوړه نشوه کړای د بیسواده ځامنو تاسو څخه څوک هیله د ترقی او آبادی وکړی. خلک ټول ستاسو له غیر اسلامی او غیر انسانی رویی څخه په تیښته کی دی. ستاسو مستبد او ظالم حکومت تر پاکستان نه بدتره دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب