پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په افغانستان کې د یوې بلې بغرنجې جګړې نښې او نښانې

په افغانستان کې د یوې بلې بغرنجې جګړې نښې او نښانې

شاه محمود میاخېل
پاکستان په افغانستان او افغانانو باندې به  سیاسي، اقتصادي او ورپسې پوځي فشارونه نور هم زیاتوي تر څو په داخل د افغانستان کې پاکستان پلوه طالبان تقویه او د پاکستان په ضد طالبانو د قدرت د زیاتیدو مخه ونیسي. د موثقو سرچینو له قوله،  پاکستان د پخواني جنګي او جهادي قوماندانانو سره اړیکي بیا ټینګې کړي تر څو هغوي ته د جنګ کولو زمینه مساعده او د خپلو وفادارو طالبانو سره یې اړیکي ښې کړي.
دا فشارونه د نیابتي رقابتونو سلسله ده چې هند هم د طالبانو په منځ کې نفوذ پیدا کړې او داسې ښکاري چې د پاکستان ویره ورځ تر بلې په افغانستان کې د پاکستان ضد طالبانو د تقویه نه زیاتیږي.
پخواني جنګي او جهادي قوماندانان د قدرت لاسته راوړلو او زیاتو پیسو د پیدا کولو لپاره د هر ملک د استخباراتو سره پټې معاملې کوي او حاضر دي چې د ملي منافعو په قربانولو سره د همکاري ټټر هغوي ته ووهي. دوی ډیر ژر په کرایه اخستل کیدلې شي او هر چا چې ورته زیاته دانه ورکوله د هماغه ملک په ډیوډیو کې هګې اچوي.
د جمهوریت د سقوط نه روسته معلومه شوله چې هند هم د افغانستان ښه دوست نه دی او په افغانستان کې ارزانه لوبه کوي او غواړي چې نیابتي جګړه د پاکستان سره په افغانستان کې دوام پیدا کړي. هند پاکستان خپل رقیب نه ګڼي خو غواړي چې پاکستان په افغانستان کې مصروفه او جګړه د خپلو سرحداتو نه لرې په افغانستان کې وساتي.
ایران هم کوښښ کوي چې د سافټ پاور تر څنګ نظامي اپشن هم په افغانستان کې وساتي ځکه د سیمې ټول لوبغاړي سره متفاوت اهداف لري او په دې خاطر ځینو پخواني جنګي او جهادي ډلو ته یې د جنګي انسجام شین څراغ ورکړیدی.
د موثقو منابعو له قوله ځینې کسان حتی کوښښ کوي چې هند او ایران په افغانستان کې د پاکستان د ګټو په مقابل کې په شریکه سره همکاري وکړي. په دې لړ کې پخواني جنګي او جهادي قوماندانانو ډیلي او تهران ته سفرونه هم کړیدي.
د سیمې او نړۍ نورو لوی هیوادونه لکه امریکا، روسیه او چین هم خپل اپشنونه لري خو د موجوده حالت یا Status quo  سره خوشاله دي. د هغوي رول هم منتفي کیدلې نشي چې هغه جدا بحث دی. د مسکو فارمټ، چین ته د ملا متقي تګ  او همداشان د ځینو لوړو پوړو طالبانو اړیکې د امریکې سره یې ښې بیلګې دي.
سوال دا دې چې ایا دا موجوده حالت یا Status quo به تر څو دوام کوي؟ ایا د دې حالت دوام به امکان ولري او که نه؟
دا حالت نه ساتل کیدلې او نه دوام پیدا کولې شي. دوه اپشنونه یا بدیلونه شتون لري:
اول: نیابتي جګړې او رقابتونه به زیاتیږي. افغانستان په اول سر کې او سیمه په دویم پړاو کې به د دغه نیابتي جګړو او رقابتونو لپاره خامخا لویه قرباني ورکوي.
دوم اپشن دا دی چې د طالبانو حاکمه ډله د خپل نیلي نه راښکته او د ملي مشروعیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي. دا ګامونه د دروغو باید نه وي لکه چې اوس یې وایي بلکې د یوې پروسې له لارې چې هغه د نړۍ د منل شوو حکومتولې د سیستمونو سره برابره وي، اعلان او حمایت وکړي تر څو ولسي حاکمیت ته زمینه مساعده شي.
زما په اند د اول نه دویم اپشن کې د افغانانو، د سیمې او هم د طالبانو د حاکمې ډلې خیر دی. دویم اپشن که عملي نشي نو اول اپشن پخپله د دویم اپشن ځای نیسي او په هغه حالت کې د افغانانو خیر په جنګونو کې نشته او نه جنګونه د افغانستان د مسایلو د حل لار ده.  په افغانستان کې د جنګونو د دوام له امله د سیمې هیوادونه به هم خپل اهداف تر لاسه نشي کړې او دا نیابتي جګړې به دوی ته هم په لویه بیه تمامې شي.
اوس هم لا سر د وخته دی که ورخ یو ځل اوبو یوړ، نو د ورخ تړل به بیا اسانه کار نه وي.
نوټ:
دا یو عکس کې د پاکستان او هم طالبانو حالت همداسې ځوړند ښکاري او تر ډیر وخته دوی ځانونه په دغسې حالت کې ځوړند ساتلې نشي.

1 COMMENT

  1. میاحیل صیب سلامونه!
    جناب د یو بې طرفه فرد په حیث !دومره وایم چې لومړی نظام بې له ځواک او قوت علاوه په وړاندې نه ځي !چې نن داسې یو ایدیالوژیک ځواک او قوت دی چې هیڅ فرصت د نیابتي جګړې دلته نشته! که چیری رسمیت وشو نو دویم شمالی کوریا ایران دی بدبحتانه چی وخت وعواړي !بل جناب د سیمې اهم لوبغاړی اوسني نظام دی چې ټولې دسیمې د ټوکرۍ هګۍ چې د سیمې هیوادونو د خپلو ګټو لپاره ساتلې وې ممکن دداسې ځواک او قوت په اساس پر وړاندې ….حنډ شي! جناب انشاء الله برعکس نیابتي جګړو لمن بل طرف ده الله دکړې چې یوازې د اولادونو د مکتبو پوهنتونو موضوع حل شي نور نو هیڅ نه غواړو! ځکه همدا هم لوی عزت دی! هیله مو له هغه سیاسیون ده چې دا هیواد چې لونګټه ونه ساتي !په نیکټایی نه ساتل کیږي! ښکاره شوه چې ډیر ظالم ګاوندیان لرو د خپلو منافعو لپاره په مونږ نه عربو شیحانو ترحم وکړ نه ګاوندیانو نه شرق نه غرب د ملالې ټیکرۍ درته نیسو چې نور د خپلو سیاسي ګټو قدرتو لپاره دا وطن ما لیلاموی له ټولو سیاسیونو هیله ده خپل سیاست بهرنۍ محوره کړۍ اصلاحاتو ته کار وکړۍ د قدرت وږي ورټۍ نور بس ده زه ډیره څیړنه کوم پر هرڅه زیاتره سیاسیون بې له سند پروپاګندا اچوي د ولس ازهان خرابوي پدی هیله چې یو ښه طرف سوق شو! ساده سړي مشوره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب