پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت خصوصي ښوونځیو ته د پښتو د تدریسولو امر...

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت خصوصي ښوونځیو ته د پښتو د تدریسولو امر وکړ

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۳ مه) د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د پېښور د لوړې محکمې د پرېکړې پر اساس خصوصي ښوونځیو ته امر کړی چې په تعلیمي نصاب کې پښتو او نورې سیمه ییزې ژبې شاملې کړي.

د پښتونخوا لنډمهاله ایالتي حکومت د عوامي نشنل ګوند او پیپلز ګوند په کنټرول کې دی.

حکومت ویلي چې پښتو، هندکو، کوهستاني، کهوار او سرایکي د پښتونخوا ایالت رسمي ژبې دي او باید په نصاب کې یې تدریس شامل وي.

تراوسه پورې پښتو ژبه یوازې په دولتي ښوونځیو کې تر دوولسم ټولګي پورې تدریس کېده خو د خصوصي ښوونځیو په نصاب کې نه وه شامله. حال دا چې د پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ په ۲۰۱۳ م کال یوه لایحه تصویب کړې وه چې پر اساس یې پښتو باید په لومړي ګام کې په دولتي او په بل ګام کې په خصوصي ښوونځیو کې تدریس شي.

ایالتي حکومت اوس په داسې وخت کې خصوصي ښوونځیو ته د سیمه ییزو ژبو د تدریس په اړه امر کړی چې تعلیمي کال نیمايي ته رسیدلی او له دې امله یې تطبیق یو څه مشکوک ښکاري.

د خصوصي ښوونځیو د ټولنې مرستیال فضل الله داوودزي د امریکا غږ ډیوې راډیو ته ویلي چې د دې پرېکړې هرکلی کوي خو په مناسب وخت کې نه ده شوې.

ده همداراز وویل « پښتو د یو مضمون په توګه لازمي کول ډیر ښه ګام دی خو پکار ده چې ابتدایي تعلیم ټول په پښتو کې وي.»

د خیبرپښتونخوا د ابتدايي زده کړو د څانګې مرستیال هم د دې پرېکړې ستاینه کوي او وايي چې هیوادونو په خپلو ژبو ترقي کړې او ښه مثال یې جرمني، روسیه، چین، جاپان او نور دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب