دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهتاجیکستان د ماسکو فارمټ غونډه کې طالبانو سره پر کومو ټکیو مخالفت...

تاجیکستان د ماسکو فارمټ غونډه کې طالبانو سره پر کومو ټکیو مخالفت وکړ؟

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۱۳مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو فارمټ د تېرې غونډې د پریکړه لیک جوړیدو پر مهال د دغه پریکړه لیک له ځینو ټکیو سره د تاجیکستان د حکومت له مخالفت څخه پرده پورته کړه.

نوموړي د روسیې ځینو رسنیو ته ویلي، چې تاجیکستاني استازي د پریکړه لیک له دوو مادو سره، چې د داعش او نیشه یي توکیو خلاف د طالبانو د مبارزې ستاینه پکې شوې وه، مخالفت وکړ.

کابلوف زیاتوي: د تاجیکستان استازي وویل، طالبان د ستاینې وړ داسې څه نه لري.

روسي استازي دا هم ویلي، چې له دې سره هم د غونډې د نورو ګډونوالو د رایو په اکثریت یاد شوی پریکړه لیک او ټولې مادې یې تایید او صادر شوې.

تاجیکستان د طالبانو له رژیم سره د دوی د تېرې او اوسنۍ واکمنۍ دواړو پر مهال مخالفت لرلی.

دغه هېواد د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د طالبانو له مخالف قومندان احمد شاه مسعود څخه ملاتړ کاوه او اوس یې د هغه زوی احمد مسعود ته په دوشنبه کې دفترونه او پناه ځایونه ورکړي، چې د طالبانو خلاف وسله وال فعالیتونه پکې سمبالوي.

د طالبانو یو شمېر چارواکو د خپلې اوسنۍ واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې تاجیکستان ته د برید خبرداری ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب