Homeخبرونهطالب چارواکي: پر لویو لارو د جوماتونو کموالی جدي ستونزه وه، هلمند...

طالب چارواکي: پر لویو لارو د جوماتونو کموالی جدي ستونزه وه، هلمند کې ۱۳ جوماتونه جوړ شول

تاند:( پنجشنبه، د میزان ۱۳ مه) د طالبانو چارواکي وایي، چې د دوی له بیا واکمنیدو سره د هلمند ولایت د لویو لارو په اوږدو کې ۱۳ جوماتونه جوړ شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس لیکلي، چې په دغو جوماتونو کې نارینه او ښځینه ټولو ته د جلا لمانځه او اوداسه اسانتیاوې برابرې شوې دي.

سرچینې نه دي ویلي، چې دا جوماتونه د طالبانو ادارې که دغې ادارې پر ځایي خلکو جوړ کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ویلي، چې په دغه ولایت کې پر لویو لارو د جوماتونو نشتوالی یوه جدي ستونزه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر خلک طالبان د لومړیتوبونو په نه پېژندلو تورنوي او وایي افغانستان لا له پخوا پریمانه جوماتونه لرل، خو طالبانو د دې لپاره چې پرځیدلی جمهوري نظام دین ته په نه پاملرنې تورن وښيي او خپل رژیم په دې اړه پیاوړی وښيي، د زیاتو جوماتونو د جوړولو لپاره پر خلکو فشار راوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...