شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپه سپین بولدک - چمن دروازه کې ډزو څو تنو ته مرګ...

په سپین بولدک – چمن دروازه کې ډزو څو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۳ مه) له کندهار څخه د رارسیدلیو راپورونو له مخې، د سپین بولدک – چمن په دروازه کې د پاکستاني پوله ساتو په ډزو درې ملکي افغانان ټپیان شوي دي.

د کندهار امنیه قومندانۍ پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یو سپین ږیری او دوه ماشومان د پاکستاني ځواکونو په ډزو ټپیان شوي دي. 

تراوسه د ډزو علت نه دی څرګند شوی، خو د قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د سپین بولدک – چمن دروازه د دې پېښې له کبله تړل شوې نه ده. 

تر دې مخکې تېره میاشت پاکستان په تورخم کې له یوې وړې نښتې وروسته تورخم لس ورځې بند کړ او وروسته یې هم تر څو اوونیو پورې ډېرو سوداګري مالونو ته په دې لار د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.

د سپین بولدک – چمن د هغې غاړې یو شمېر اوسیدونکو پر ټولنیزو رسنیو ویلي چې د طالبانو د پوله ساتو په ډزو دوه تنه وژل شوي او د پاکستان د یوه سرتیري په ګډون دوه تنه ټپیان دي. 

دا چې د پرونۍ پیښې پر مهال د طالبانو پوله ساتو ریښتیا هم ډزې کړي او که نه، تراوسه د طالبانو او پاکستان رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب