شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ملا برادر دفتر: د اوبو د پروژو په ګډون مو د...

د ملا برادر دفتر: د اوبو د پروژو په ګډون مو د ۷ میلیارده افغانیو پروژې منظورې کړې

تاند:( پنجشنبه، د میزان ۱۳ مه) د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند دفتر ویلي، چې د نوموړي په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون، د شاوخوا اووه میلیارده افغانیو په ارزښت، ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له جملې یې د ۲۵پروژو قراردادونه منظور او د دوه هغو بیا لغوه شول.

سرچینه زیاتوي: په منظور شویو پروژو کې د پاشدان، شاه و عروس او کمال خان بندونو د پاتې چارو بشپړېدل، په کندهار، بلخ او بادغېس کې خلکو ته د څښاک اوبو رسول، په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته د اړتیا وړ برېښنا چمتو کېدل، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنټي خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د یادو پروژو د منظورۍ خبر داسې مهال ورکړل شوی، چې په افغانستان کې کم ساری بشري ناورین او اقتصادي ستونزې موجودې دي.

د طالبانو چارواکي د ورته پروژو پیل د اقتصادي او کاري ستونزو د حل لپاره مرستندوی بولي.

د دوی ځینې منتقدان بیا باور لري، چې د افغانستان اقتصاد ته د طالبانو اړولي زیانونه په داسې پروژو نه شي جبرانیدای.

یو شمېر نور خلک بیا د طالبانو د ورته هڅو؛ په ځانګړي ډول د اوبو د مدیریت پروژو ته پاملرنه ستایي او د دغو هڅو لا زیاتوالی یې غواړي.

1 COMMENT

  1. دا پروژې مو ستایو، خو دا ټولې پروژې هغه تاوان نه شي جبرانولی ، کوم چې زمونږ د اولادونو پرمخ مو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي . که دا دوه تعلیمي وزارتونه مو له جهالته خلاص او کوم مسلمان ، هوښیار او مسلکي کسانو ته وسپاره ، بیا مو منم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب