شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد نړۍ د ۱۰ غوره لوبډلوپه ګډون نړیوال جام سیالۍ نن پیلیږي

د نړۍ د ۱۰ غوره لوبډلوپه ګډون نړیوال جام سیالۍ نن پیلیږي

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۳ مه) د کرکټ د یو ورځنیو یا پنځوس اوره لوبو نړیوال جام نن په هند کې د انګلیستان او نیوزیلنډ په سیالۍ پیلیږي.

دا جام په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کېږي.

د افغانستان د لوبډلې په ګډون د نړۍ لس غوره ټیمونه په دغه جام کې له یو بل سره سیالي کوي.

د جام لومړۍ لوبه نن د احمد اباد په کرکټ لوبغالي کې د انګلستان او نیوزلند ترمنځ وي. 

افغانستان په دې جام کې خپله لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ له بنګله دیش سره کوي خو تر هغه مخکې به سبا د پاکستان او هالنډ ټیمونه مخامخ شي.

د افغانستان دا لوبه د هند په درمسالا کې ده. افغان لوبغاړي وار د مخه دغه ښار ته رسېدلي دي.

د افغانستان لوبډله به د اکتوبر په ۱۱مه له هند سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت شهیدي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: « اصلي سفر مو د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۷مه د بنګلدیش پر وړاندې پیل کیږي. د تل په څیر مو خپلو دعاګانو کې یاد ساتئ.»

د کرکټ نړیوال جام به د نومبر میاشتې تر نولسمې نیټې پورې دوام وکړي. 

افغانستان د نړیوال جام تر رسمي لوبو مخکې دوې تمریني لوبې هم لرلې، باران یې له جنوبي افریقا سره تمریني لوبه لغوه کړه خو په دویمې تمریني لوبې کې یې سري لانکا ته ماتې ورکړه. رحمان الله ګربز په کې سلیزه وکړه او محمد نبي څلور لوبغاړي اوټ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب