جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+د پاکستان د روان وضعیت په اړه د احمد نادر نادري څېړنیزه...

د پاکستان د روان وضعیت په اړه د احمد نادر نادري څېړنیزه مقاله

منبع: ویلیام سنټر
د پاکستان لوی درستیز، جنرال عاصم منیر، د پاکستان د قدرت په اغیزناکو دهلیزونو کې له اندېښمنوونکو ترهګریزو بریدونو له زیاتېدو سره مخامخ دی. دغه مرګوني بریدونه چې په اغلب ګومان د پاکستاني طالبانو او په دې وروستیو کې د اسلامي دولت یا د داعش خراسان ډلې پورې تړل کیږي، پاکستاني نظامیانو او ملکي وګړو ته یې درانه تلفات اړولي دي. خو د اندېښنې وړ موضوع دا ده چې له بده مرغه د پاکستان امنیتي دستګاوې د دغو وروستیو بریدونو پړه پر افغان وګړو اچوي چې د هېواد پیچلی وضعیت یې د تېر پرتله نور هم پیچلی کړی دی.

د دغې پیچلې معضلې نیلی او ریښې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۲مې نېټې په برخلیک ټاکوونکې شېبه کې موندلی شو، هغه مهال چې د پاکستان د وخت دیکتاتور نظامي، پرویز مشرف، له خپلو جنرالانو او یو محدود د کابینی ملکي غړو سره یو ځای، جلسه رابللې وه. هغه په دغه جلسه کې د طالبانو د ملاتړ په اړه هم خبرې کړې وې، دا هغه وخت و چې ټوله نړۍ د طالبانو خلاف ولاړه وه. هغه د پاکستان د ګټې په تړاو د پریکړې او په ورته وخت کې د افغانستان طالبانو ته د زیان د نه رسېدو په اړه ټینګار کړی و. پاکستان په نه زړه له هغه نړیوال ائتلاف سره مل شو چې د ترهګرۍ پر ضد و خو په پټه یې د آی اس آی له لارې له طالبانو ملاتړ کاوه.

دغې دوه مخې سټراټيژۍ پاکستان ته دا فرصت په لاس ورکړ چې له امریکا څخه ۳۲ میلیارده ډالر په مستقیم ډول ترلاسه کړي او په پټه هغه ځواکونه پیاوړي کړي چې له امریکا سره په جګړه اخته وو. ولسمشر مشرف او نورو جنرالانو حد اقل هغو ژمنو ته درناوی وکړ چې د طالبانو پر وړاندې یې کړې وې، خو دوه لسیزې یې افغانان او د امریکا متحده ایالتونه تېر ایستل.

آی اس آی په ډيره فعاله توګه طالبانو ته هغه مهارتونه ور زده کول چې له امله یې د چاودیدونکو وسایلو په جوړولو او د پیچلو ځانمرګو بریدونو کې ترې کار اخیستل کېدای شو. په دغو مهارتونو کې د آمونیم نایترید په څېر د کیمیاوي موادو جوړول شامل وو چې په نظامي کچه ترې استفاده کېده.

له بده مرغه به دغه مهارتونه بیا د افغانانو او د هغوی د نړیوالو متحدینو پر ضد کارول کېدل چې افغان ملکي وګړو ته یې له وحشته ډک زیانونه واړول. د افغانستان د نږدې دوه لسیزې جګړې په ترڅ کې، د دغو مهارتونو له امله افغانانو ته درانه زیانونه واوښتل او د طالبانو د جګړې له امله او د دوی د مرګونو تکتیکونو له امله څه باندې ۵۰ زره ملکي افغانان قرباني شول.

د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۱۰مه چې د دواړو هیوادونو د مشرانو، هر یو اشرف غني او نواز شریف ترمنځ لیدنه ترسره شوه، دغه ترینګلتیاوې محسوسې وې. په داسې حال کې چې شریف د دواړو هیوادونو ترمنځ د ورورلۍ پر اړیکو ټینګار کاوه، او اشرف غني د هغه پر دغو څرګندونو سوال درلود.

هغه بیا ټولو هغو ویجاړیو ته اشاره کوله چې د طالبانو د بریدونو له امله رامنځ ته شوي وو او په پاکستان کې جوړو شویو چاودیدونکو توکو ته یې هم اشاره کوله چې په افغانستان کې د زیانونو لامل کېدل. په دغه لیدنه کې افغان لوری په دې لټه کې و چې له پاکستانه دا تضمین واخلي چې چاودیدونکي توکي به په دغه هېواد کې نه جوړیږي.

له بده مرغه، پاکستان چې پر هغه ورځ د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ د څلور اړخیزې ناستې پر مهال کوم تضمینونه ورکړل یو یې هم عملي بڼه نه درلوده. په دغو ژمنو کې د پاکستان علماو دې ته چمتو کول چې د جهاد په اړه خپله مذهبي فتوا لغوه کړي او د چاودیدونکو توکو ویشلو د عواملو څیړل شامل وو. پاکستان د تل په څېر خپلو هغو کړنلارو ته پابند پاتې شو چې د حامد کرزي او اشرف غني سره یې بې عمله وعدې وکړې.

د پاکستان د وخت لومړي وزیر، نواز شریف د ۲۰۱۶ کال د جنوري پر ۲۱مه، په داووس کې د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه ناسته کې له ننګونو وضعیت سره مخ شوی و. د امریکا د وخت د ولسمشر مرستیال جو بایډن او د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، پاکستان تر سخت فشار لاندې نیولی و، چې د طالبانو له عملیاتو خپل ملاتړ ته د پای ټکی کیږدي او په رښتینې توګه له یوې سوله ییزې حل لارې سره همکاري وکړي. نواز شریف په تندي دفشار له امله خولې روانې وې دا څرګنده وه چې هغه په پاکستان کې یوازینی کس نه دی چې په یوازې ځان تصمیم و نیسي او پریکړه وکړي. په پاکستان کې د قدرت په مناسباتو کې د تعادل نه موجودیت، ثابته نښه یا علامه وه. ملکي رهبرانو یې یو پر بل پسې د هغو سیاستونو منلو ته اړ ایستل کېدل چې بنسټ یې خپله نه و ایښی خو منلو ته یې مجبور وو. او له نړۍوالې شرمندګۍ سره مخ وو. کله چې به د دوی په پالیسۍ کې د سیاست جوړونکو لاس وو او هغه کار به خرابۍ ته ولاړ، دننه په هېواد کې یې پر سیاسي وضعیت اغیز درلود.

د پاکستان نظامي تشکیلاتو، د هغو مذهبي ډلو د پام وړ ملاتړ کاوه چې د افغانستان او هند په څېر ګاونډیو هیوادونو پر وړاندې یې له تاوتریخوالي ډکه نظریه درلوده، او د اوږدې مودې لپاره یې افراطیت لا پسې زیات کړ.
پاکستان پخپل هېواد کې په سیسټماټیک ډول، مدني فعالان، پرمختګ غوښتونکي سیاسي شخصیتونه، خپلواکې رسنۍ او د ورځپاڼو کارکوونکي وځپل. دغو تشکیلاتو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان په څېر له هغو ګوندونو ملاتړ کاوه چې د ابزارو په توګه یې دغه ګوندونه د پاکستان د سنتي سیاسي ځواک ارزښت ننګونه ځکه هغوی د نظامي رهبرۍ د نفوذ په اړه پوه شوي وو. له دې سره سم، په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې له نظامي رهبرانو سره د خان اړیکې خړې پړې شوې او د سترې ستونزې لامل شو. ورپسې، د پاکستان نظامي تشکیلاتو د تحریک انصاف پاکستان د ګوند پر وړاندې پرېکړی دريځ ونیوله او روان کال یې خان چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې یې ښکاره دریځ درلود، زندان ته واستوه.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالې، عاصمه جهانګیر په کراتو دا خبرداری ورکړ چې که نظامي رهبران د ملکي رهبرانو او ډموکراټيک ځواک له کمزوري کولو لاس وانخلي، د پاکستان ولس به له اوږدمهالې سیاسي بې ثباتۍ، کورني افراطیت، اقتصادي ستونزو او بدو بهرنیو اړیکو سره مخ شي. له بده مرغه، دغه خبردارۍ اوس په حقیقت بدلې شوې دي : د طالبانو په څېر له شبه نظامي ډلو د پاکستان ملاتړ، ددې پر ځای چې له نورو سره پر متقابلې ودې بدل شي، د هغوی کورنۍ ستونزې یې لا زیاتې کړې او د سیمه ییزو ترینګلتیاو لامل هم شو. ان د پاکستان سنتي سیمه ییز متحدین هم له دغه هېواد سره د اړیکو پیاوړتیا ته لېواله نه دي چې دا دغه بحراني وضعیت د جديت ښکارندوي کوي.

افغان طالبانو ته د آی اس آی له لوري، د مهارتونو وړاندې کول، تاسیسات ورکول او چاودیدونکي توکي برابرول په تېرو څو کلونو کې خپله د پاکستان لپاره هم خواشینوونکې پایلې درلودې. په افغانستان کې د طالبانو له بریالۍ کېدو وروسته پاکستان هم د سختو بریدونو شاهد وو. دغه بریدونه ډیری وخت د پاکستاني طالبانو له لوري، چې د افغانستان له طالبانو سره آیډیالوژیکي او عملیاتي مشترکات لري، تنظیمیږي. د پاکستان د طالبانو تحریک په افغانستان کې هم میشت دي او د افغانستان طالبان هیڅ دې ته لېواله نه دي چې پاکستاني طالبان و ټکوي او یا یې وځپي. په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې دغه بریدونه ۲۸ سلنه زیات شول او د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې دغه بریدونه ۷۹ سلنه زیات شول، چې دا وحشتناکې شمیرې دي. خو د تعجب خبره لا دا ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د طالبانو بریا د پاکستاني ملکي سیاستمدارانو او نظامي مشرانو له لوري په جشنونو سره ونمانځل شوه.

په پېښور کې وروستي ترهګریز برید ته په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي و، که په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستاني طالبانو ګواښونو ته رسیدنه و نه کړي، پاکستان ټول انتخابونه پر خپل میز لري. ورته مهال جنرال عاصم منیر هم په دې تړاو مهمې خبرې وکړې. هغه وویل: په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د خوندي پټنځایونو او د ازادو فعالیتونو په تړاو جدي اندیښنې شته دی.

پاکستان اوس له هغه وضعیت سره مخ دی چې د افغانستان څو تېرو دولتونو یې غوښتنه درلوده. کله چې افغانستان په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو په تړاو شواهد وړاندې کول، پاکستاني چارواکو دغه اطلاعات ردول او پخپله خاوره کې یې د دا ډول پټنځایونو له شتون انکار کاوه.

د ۲۰۲۳ کال، د اګسټ پر اتمه نېټه، د طالبانو مهم ویاند، ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې دوی مسوول نه دي چې د نورو هېوادونو د امنیتي ماتې ځواب ویوونکي وي او له پاکستانه یې وغوښتل چې خپل وضعیت خپله مدیریت کړي. دا د پاکستاني چارواکو د څرګندونو منعکسه سناریو ده چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یې مجاهد او د هغه همکارانو ته سرپناه او روزنه ورکوله. د مجاهد لیدلوری سم دی، ځکه پاکستان پخپله د دغه وضعیت مسوول دی، چې په ډير چل او دوکه یې د نیابتي ډلو له لارې د اوږدې مودې راهیسې دغه وضعیت پیدا کړی و او مدیریت کاوه به یې.

تاریخ له ارزښتمنو درسونو ډک دی. د پاکستان نظامي او اطلاعاتي دستګاوې باید دا درک کړي چې د افغانستان او سیمې پر وړاندې د هغوی کړنو سرچپه پایلې درلودې. پاکستان باید خپلې دوه مخې او تېر ایستوونکي تکتیکونه څنډې ته کړي.

د تېرو اوږدو کلونو په ترڅ کې، د اسلامي ترهګرئ د فرهنګ په توګه په سټراټيژیکه بڼه له اسلامي افراطیته استفاده کول د پاکستاني پوځ کړنلاره کې ریښې کړې دي. پرویز مشرف د خپلې واکمنۍ پر مهال په پوځ کې د اسلامپالنې ځینې تمایلات لیدلي وو چې له امله یې لوی افسران ګوښه کړل. که څه هم هغه د طالبانو په څېر د اسلامي جنګیالیو ملاتړ د سیمه ییزې سټراټيژۍ لپاره مهم بال، خو بیا هم په پوځ کې د اسلامپالو جنرلانو ګوښه کول په سمه او بشپړه توګه و نه شول.

اوس داسې ښکاري چې د بایډن دولت، د سیمې د نورو هېوادونو په څېر، د پاکستان دوه مخی چلند درک کړی دی. پاکستان باید له امریکا او نورو هېوادونو سره د اړیکو د رغولو په موخه بنسټیز اصلاحات پیل کړي او دغه اصلاحات باید د رښتینې بدلون ښکارندوي وکړي. په واکمنۍ کې د پوځ ډیر ځواک او له جنګیالیو ډلو د هغوی ملاتړ باید پای ته ورسیږي ترڅو د یوه راڼه، ځواب ویوونکي او ډموکراټیک حکومت چوکاټ جوړ شي.

د یوه نوي مسیر د ترسیم لپاره، نظامي مشران باید هغو افسرانو ته ارتقا ورکړي چې د پاکستان ګټې، ورته د سنتي تکتیکونو لکه دوکه، د اسلام په نوم جګړه او پر سیمه د خپل تسلط سټراټيژۍ پرتله ډير لومړیتوب ولري. په دغو ګټو کې باید، ډموکراټیک پرمختګ، اقتصادي وده، د اساسي قانون معنا لرونکی حاکمیت، سیمه ییز ثبات او اتصال شامل وي.

په پاکستان کې واقعي ثبات یوې داسې مدني ټولنې ته اړتیا لري چې اغیزناکه او ځواب ویوونکي سیاسي ګوندونه پکې وي. جنرال منیر دا فرصت لري چې د تاریخ په دې دور کې ډموکراټيک ځواک پیاوړی کړي، پر ملکیانو نظامي څار راکم کړي او ټکولو او ځپلو ته د پای ټکی کیږدي. پاکستانی ولس له هغو سیاسیونو سره عادت شوی چې له څو محدودو کورنیو راپاڅيږي او حکومت کوي. نور باید له باتجربه سیاسي مشرانو دفاع وکړي، هغوی چې له پوځ سره هیڅ اړیکې نه لري او هغوی پر نفوذ نه لري، دوی باید له داسې څیرو ملاتړ وکړي چې د عمران خان په څېر د نظامي کنټرول له نفوذ او ځان غوښتوونکي پاپویولیزم لرې وي. د هغوی تمرکز باید پر کورني سیاسي او اقتصادي ثبات وي، نه باید پر مشارکت او د سیمې پر نا امنۍ متمرکزه سټراټيژي وپالي.

په هیواد کې د مخ په زیاتیدونکې ترهګرۍ ستونزې سره د مقابلې لپاره، پاکستان باید د افراطیت ضد پراخو پروګرامونو کې پانګونه وکړي. دا هیواد باید ژر تر ژره د دارالعلوم حقانیه په څیر موسسو سره عامه او خصوصي مالي مرستې بندې کړي. په خېبر پښتونخوا او د دغه هېواد په نورو صوبو کې د ډېرو هغو دیني مدرسو د له منځه وړلو لپاره بیړني اقدام ته اړتیا ده، چې د اورپکۍ تبلیغ کوي او په سیمه کې د ترهګرو ډلو په استخدام کې مرسته کوي. دغه مدرسې باید په حرفوي ښوونځیو او مرکزونو بدل شي.

د پاکستان د استخباراتو اداره (آی ایس آی) د علماو له افراطي عناصرو سره د همکارۍ اوږده مخینه لري. د مدني ټولنې او معتدله عالمانو او مذهبي مشرانو ترمنځ همکاري چې د اسلام د اعتدال تفسیر ملاتړ کوي په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې حیاتي ده. (په پیل کې، د پاکستان واقعیتونو ته په پام سره، دا ډول ملګرتیا ممکن د پوځ ملاتړ ته اړتیا ولري.) دا همکاري کولی شي د ننګونې او د افراطیت له سناریو سره مبارزه کې مرسته وکړي. برسېره پر دې، د دې نوښت د بریالیتوب لپاره د پاکستان په امنیتي ادارو کې د روڼتیا او حساب ورکونې یقیني کول اړین دي. پدې کې د پرسونل بشپړه ارزونه، د بشري حقونو او د قانون حاکمیت په اړه روانه روزنه، او د جبري ځواک او سرچینو کارولو لپاره ښکاره لارښوونې شاملې دي، په ځانګړې توګه دننه په آی اېس آی کې.

د څارنې د یوې خپلواکې ادارې جوړول، چې د مدني ټولنې، ژورنالیزم او اکاډمیکو له ممتازو شخصیتونو څخه جوړ وي، کولای شي د څارنې د میکانیزم بشپړتیا تضمین کړي. دا ډول نظارت به د یاغیانو د ملاتړ لپاره د سرچینو د غلط تخصیص مخه ونیسي او د افغانستان پولې ته نږدې په داخلي عملیاتو کې د زور زیاتې کارونې مخه ونیسي؛ دا غوښتنه اکثره د بشري حقونو فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتین کوي. دا غورځنګ د پښتنو د حقونو دفاع کوي، چې ډېری یې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې قرباني شوي دي. د حساب ورکولو کلتور ته وده ورکول کولی شي د خلکو باور بیرته راګرځولو کې مرسته وکړي او امنیتي ځواکونه د افراطي عناصرو سره د اړیکو مخه ونیسي.

او بالاخره، پاکستان د تاریخ په یوه نازک پړاو کې دی او د تېرو څو لسیزو د خپلو پرېکړو له پایلو سره مخ دی. په اوس وخت کې شوې پریکړې به د دې هیواد راتلونکې لاره ټاکي او دا به په ګوته کړي چې آیا دا هیواد به لا هم بې ثباته کیږي او که د یوه مسؤل نړیوال غړي په توګه به بیا راڅرګند شي . مخ په وړاندې تلل د کورنۍ او نړیوالې سولې او ثبات لپاره د ځان تفتیش، حساب ورکونې او صادقانه ژمنې ته اړتیا لري.

10 COMMENTS

  1. پاکستان د خپل مصنوعي او فریبکارانه جوړښت څخه نیولې تر نن ورځې پورې هیڅکله هم د یو مسؤول نړیوال غړي- دولت په توګه نه دی راڅرګند شوی.
    دا هیواد د خپل افراطي او اجرتي پوځ لخوا راګیر دی، د نړۍ نور هیوادونه خپل پوځونه لري، خو د انګریزانو په لاس او دستور دغه پنجابی پوځ بیا په یو هیواد کې دننه ځان ته هیواد او پوځي دولت لري، چې منشور یې سیمه اییزه ناامني زیږول، مذهبي سختدریځۍ ته وده ورکول، د افغانستان او بهارت بې ثباتي، د سویلي منځنۍ اسیا تر منځ انقطاع او د غربي نړیوالنې ټولنې څخه د مکارو پروژو د پلي کیدو لپاره د شرارت قراردادونه اخیستل دي.
    د پاکستان پوځي دستګاه، مذهبي افراطي ډلې(جمعیت علماء اسلام…) او مفسد/مکار/دروغژن سیاسیون هغه درېګونی ځواک دی چې د افغانستان د ورانولو پروژه یې د انګریز لخوا ترلاسه کړې ده، او د افغانستان په ایرو او کنډوالو بدلولو لپاره شپه او ورځ د هرې لارې او حربې نه کار اخلي.
    اسلامي امارت باید د اساسي قانون په جوړولو سره د لویې جرګې تابیا ونیسي، او داخلي مشروعیت ترلاسه کړي، او همدارنګه نړیوال تعامل او اړیکو لپاره ځینې معتدله کړنې په خپلو پالیسیو کې په اثبات ورسوي، لکه د انجونو زده کړو او د ښځو د کار او کاروبار حقوق، ټولګډونه یا غیرطالب منحصره حکومت رامنځته کول، او بوځ ملي کول، او افغاني باعزته سولې لپاره هڅې کول .
    د پاکستان پر وړاندې باید د بالمثل سیاست، د پاکستان د منځوي کولو اوږدمهاله پالیسي جوړول، د کډوالو په عزت او مسوولانه ډول بیرته راستنول، او د افغانستان د بیارغونې او پرمختیا لپاره ماسټرپلان جوړول، او مغزونو فرار مخنیوی په مثبتو لارو چارو – کار وشي.

  2. جناب نادری السلام علیکم:
    کله می چی ستا دا اوږده لیکنه ولوسته هغه دشیطان او لغمانی د ملګرتیا قصه رایاده شوه تا به هم اوریدلی وی چی دری ځل یی شیطان وغولولو په څلورم ځل غولولو سره اخر شیطان ورځنی وتښتیدو ته فکر کوی چی امریکا هم دومره لوده وه چی له یوی خوایی تاسی په خپلو اوږو سواره کابل ته راورسولې اوله بلی خواد امریکا حماقت دومره زیات وو چی شل کاله ستاسو د دونه چیغو سره سره بیا هم پاکستان و غولول سره دناټو یی شکست وخوړو، که ته په الله تعالی ایمان لری دالله دکتاب په دی ایاتونو باید هم ایمان ولری (كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ)البقره۲۴۹ (وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا) الاسری۸۱ دناټو نه مخکی دوارسا پکت ۱۳ کاله ددی مظلوم ملت سره جنګیدلی ووهغه وخت به لاته پیدا هم نه وی په دی ایمان ولره چی څوک د الله په لاره کی جنګیږی اوصبر کوی دالله مدد په داسی وخت کی راځی (أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ) البقره ۲۱۴ لکه چی ټولی نړی په غړیدلو سترګو هرڅه ولیدل امریکا او ملګری یی وایی ماته موخوړلی ولی حزب الشیطان یی اوس هم نه منی.
    تا امونیم نایتریټ ته کیمیاوی مواد لیکلی دی ته به یی نه پیژنی ته به فکرکوی چی دا په کومه اتومی فابریکه کی تولید شوی منفجره مواد دی ، دافغانستان دیو بیچاره او بیسیواد بزګر نه پوښتنه وکړه هغه به درته ووایی چی داپه ټولو کیمیاوی سرو کی ارزانه سره(کود) ده چی کرهڼیزو فصلونوکی استعمالیږی.
    داافغان مجاهدینو ته دالله ج ورکړی علم وو چی د پلاستیکی بوشکی او امونیم نایټرټ سری په وسیله یی دناټو لښکری د ماشو په شان وزغلولی اوتاسو هم لکه دمچانو په څیر ورپسی ور غونډ شوی.
    تا لیکلی ۵۰ زره ملکی خلک شهیدان شوی په دی کی هم غلط شویی د۱۳۵۷ ــ ۱۴۰۰ کال دیونیم تر دوه ملینه افغانان په شهادت رسیدلی ستاسو د مفکر په وینا ۶۵ زره افغانان دلږ او ناچیز معاش به بدل کی دوکه شوه د واشنګټن د امنیت دخوندی کولو لپاره ووژل شوه.
    بله داچی تا دعمران خان زندان ته اچولو ته هم څه دلایل وړاندی کړی دی دایوازی عمران نه دی د پاکستان د جوړیدو نه تر ننه دپاکستان ټول مشران د کار یا وظیفی په اختتام کی یا په جیل کی پراته وی اویا ستاسو په شان غرب ته پناه وړی .
    بله مهمه خبره خو داده مشهور متل دی وایی چی( دروغجن حافظه نه لری) ستاسی حافظه د دروجن نه هم ورها خواده له یوی خوا وایی چی افغان طالبانو ته ای ایس ای جنګی مهارتونه ورزده کول اود امونیم نایتریت په شان خطر ناک چاودیدونکی توکی یی ورته برابرول مفکر لمبر دو ددبایډن په حضور کی د نواز شریف نه غوښتنه کوله چی ددی توکو تولید بند کړی دا د شاه جهان پاچا او بیربل قصه وه ( دفیل بندول په کوزه کی )
    بله دا چی تا په خپله اوږده لیکنه کی د پاکستان فوځ او سیاسیونو ته ډیری مهمی مشوری ورکړی دی په پاکستان کی څوک په پښتوښه نه پوهیږي حتی د پی ټی ایم والا هم انګلیسی په اردو لیکی زما یوه بیکاره غوندی مشوره واوره بایډن ته ووایه چی تا د خلیل زاد په څیر په پاکستان کی خپل وایسرای مقرر کړی نو هیله د حکومت داری چل به ورته وښا یی .

    • ټول خلک لکه ستا غوندی پوچ مغزه ندی دا فکر مه کوه چی دوه لواطت کارو افغانستان ازاد کړو او امریکا وتشتیده دا ستاسو د نیکه تور پنجابی او امریکا معایده وه چی ویکړه او امریکا پوه شوه چی شل کاله مو اسلام ددمکراسی په پلمه بدنامه کړ او اوس وخت ده چی دا مرداره ډله بیرته افغانستان ته یوسو چی اسلام لا نور هم بدنام کړی او په قطر کښی دا بدنامه پروتوکول وکړ او د پنجاب حرامونی بیرته کابل ته ستانه شول او اسلام بدنام کړه اوس ټوله نړی وایی چی وګوری مسلمان ته که هدف د نیولو وی په څلورویشت ساعتونو کښی دی بیا تر لاهوره بی پرتوګه زغلوی دا هسی لوده او احمقانه خبری دی هلته خپل کلی کی وکړه

  3. ګرانه په سلام خو نه ارزی ماته ښکاری چی ته هم دترکی – امین لعین- ببرک کارغل- او نجیب ګاو د پاتی شونو ځحه یی ستاسو دهغه ساختګی نظام بستره خود ټول جهان نه غونډه شوی ده تاسی ټول اوس دامپریالیزم په لمن کی غورزیدلی یی تاسو اوس امریکا په خپله خدایی منلی ده امریک + ناټو چغی وهی چی مونږ ماته خوړلی تاسی بیا هم ورته په سجده پریوزی او همدا تکراوی چی( اوس به بابا غوښی ډوډي راوړی) انشاالله چی ستاسی د کړوسیو ارمان به هم پوره نشی . ته لومړی داخلاقو یو کورس تعقیب کړه وروسته بیا لیکل کوه ۰

  4. ترکی امین کارمل او قهرمان شهید نجیب د وطن مینان ول او په خپل وطن یې ویاړ کاوه
    هغه بی غیرت وطن فروشان لکه ګلبدین خاین مسعود خاین سیاف خاین و څو نور خاینین چی اوس د دوزخ لمبو کښی سوځی څه یې وکړل ټولو ییوطن په پنجابی خرڅ کړو او خپل ناموس د پنجابی خدمت ته ورکړ دا اوس ستا د هیبت او نورو ځناور ناموس چیری ده له پنجابی سره ګرو ده او پنجابی تری نسل تولیدوی شرم او حیا چی ولاړه هغه بیا نه ناموس پیژنی او نه ازادی او وطن ته اول خپل ځان د پنحابی له غلامی خلاص کړه

  5. د بداخلاق او ولد زنا نه همدومره توقع کیږی له دی زیات هغه په څه نه پوهیږی ،اصل افغانان ټول ستاسی په شان بی ناموسو په کارونو شاهد دی چی خپلی ……. به مو دروسانو بیسونو ته او په دی شل کلنه دوره کی د امریکایانو او ناټو والو بیسونو ته وروستلی د یوځو دالرو دلاس ته راوړو لپاره .
    که غواړی چی پوره قناعت دی حاصل شی د یو ټیوب -طلوع -اریانا – اوشمشاد رسنیو ارشیفونو ته سر ووهه .

    • بد اخلاقه بیناموسه خو ته یې چی مور دی په یو کیلو دالو پنجابیو غوله او ستا غوندی یو حرامی دنیاته راوړی ده او اوس درته کابل کی په خپل کور کی در ته غیې اصل افغانان ستا مادر زنا هم ښه پیږنی چی ته دملا ډیزلی حرامونی یې بی ناموسه دله

  6. دچا چی کورنی تربیه خرابه وی له هغه سره باید به بی تربیه ژبه خبری وشې چی پوه شی ته خو دسیاست په لاره نی تللی تربیه خولا څه کوی د پنجابیو په کمپونو کی لوی سوی چیری په سیاست پوهیږی نمونه یې هغه اوه څوډران د ضیاالحق خبیث اجنټان له ګلبدین څخه نیولی مسعود غل او تر حقانی کباړ پوری ته اول د تربیه کتاب ووایه بیا په سیاست اخلاق و تربیه خبری کوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب