سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهپر ښځو د طالبانو د بندیزونو دوام؛ سوداګرۍ خونې یې د یوه...

پر ښځو د طالبانو د بندیزونو دوام؛ سوداګرۍ خونې یې د یوه بل بندیز خبر ورکړ

تاند:( چارشنبه، د میزان ۱۲مه) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پر ښځو د طالبانو د رژیم د یوه بل بندیز خبر ورکړی.

د دغې خونې یوه مقام خان جان الکوزي ویلي، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت یو مکتوب یې ترلاسه کړی، چې له مخې یې ښځې په پاکستان کې یوه ترسره کیدونکي سوداګریز نندارتون ته تللی نه شي.

سرچینې ویلي، چې دا به د ښځینه سوداګرو او افغانستان اقتصاد په تاوان پریکړه وی.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد بیا ویلي، چې په نندارتونو کې د ښځو پر ګډون بندیز نه دی لګول شوی.

هغه په مشخص ډول د سوداګرۍ او صنایعو خونې د یاد شوي مورد په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی په پرله پسې ډول پر ښځو بندیزونه لګولي چې له مخې یې نجونې له شپږم ټولګي د پورته زده کړو، ښځې له روغتیایي او ځینو نورو محدودو برخو پرته د کار، ټولنیز حضور، په خپله خوښه د لباس، ګرځیدو او ډېرو نورو مسایلو حق نه لري.

طالبان له دې امله په ملي او نړیواله کچه سختو نیوکو سره مخ دي، خو مشران یې ادعا کوي چې د ښځو حقونه یې نقض کړي نه؛ بلکې د هغه څه له مخې تامین کړي، چې دوی یې «اسلامي شریعت» بولي.

1 COMMENT

  1. له پاکستان سره باید راکړه ورکړه بلکل بندشی او د مردارستان یو وچ دال هم پری نشودل شی چی د افغانستان له لاری منځنی اسیا ته ولاړشی افغانستان باید نوی ل لاری ځان ته پیدا کړی هوای دهلیز دی له لوی هندوستان سره فعال کړی دریل ګاډی لار دی ترکمنستان او تاجکستان سره جوړی کړی پاکستان د سپی له ذات څخه ده په مسلمانی کی یې شک څه چی هيڅ د اسلام په لاره نه دی تللی افغانستان باید ټول سرحدات پاکستان سره وتړی او دوخت په تیریدو سره د پاکستان ته غاښ ماتونکی ځواب ووایی او پښتونستان دی له پنجابی څخه ازاد کړی مګر دا کار صرف افغانان او په افغانستان مین کولی شی طالب تر اوسه هم مشکوکه ډله ده او اعتبار کول په دوی باند ځان کندی ته اچول دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب