Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاسیايي پراختیايي بانک له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

اسیايي پراختیايي بانک له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۲مه) د خوړو نړیوال پروګرام نن اعلان وکړ چې اسیايي پراختیايي بانک په افغانستان کې له اړو کسانو سره سل میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام، د اسیايي پراختیايي بانک د دې مرستې هرکلی وکړ.

دې پروګرام ویلي چې دا نوې مرسته به په افغانستان کې پر زیانګالو وګړو، په تېره بیا ښځو ولګوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې مرسته د خوړو نړیوال پروګرام همداراز له هغو ښځو سره مرسته کوي چې غذايي مصونیت نه لري او همداراز به د کرنې په سیکتور کې د مېوو او سبزیو د تولید په شمول د مهارتونو په ورزده کولو کې ورڅخه کار واخلي.

په داسې حال کې چې مرستندویې ادارې له افغانستان سره د مرستې د کمېدو په اړه پر له پسې اندېښنې ښيي، د اسیايي پراختیايي بانک سل میلیون ډالري مرسته مهمه ګڼل کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام ريیس شا وي لي په دې اړه وویل:«دا مرسته په یوه حساس وخت کې له افغانستان سره کېږي، هغه هیواد چې ۱۵ میلیونه وګړي یې له لوږې سره مخامخ دي او د بودجې د سخت کمښت له امله د خوړو نړیوال پروګرام یوازې ۳ میلیون تنو ته بیړنۍ مرستې رسولی شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...