جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمجاهد: دارالافتا مو پاکستان کې جګړه ناروا وګڼله

مجاهد: دارالافتا مو پاکستان کې جګړه ناروا وګڼله

تاند: (شنبه، د زمري ۲۱ مه ) په کابل کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي د دوی دارالافتا بهر ته د جهاد په نوم د جنګیالیو لېږل منع کړي.

 مجاهد پرون وویل، چې په دې اړه د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده کوم فرمان نه دی ورکړی.

مخکې ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی وو چې ګنې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په پاکستان کې جګړه ناجایزه بللې او دا چې دغه هېواد ته یې د جهاد لپاره د جنګیالیو تګ منع کړی.

مجاهد ویلي چې ملا هیبت الله په دې اړه کوم فرمان نه دی ورکړی؛ بلکې په دې اړه د دوی د حکومت دارالافتا پرېکړه کړې ده.

مخکې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ویلي وو، چې د دوی امیر له افغانستانه د باندې جګړه جهاد نه بولي او خپلو جنګیالیو ته یې په بهرنیو جګړو کې د نه ګډون امر کړی.

د طالبانو دا دریځ د یو شمېر افغانانو توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

4 COMMENTS

  1. دا بیا څرنګه دارافتا ده چه کوم هیواد کی د راډمیکالی انګریزی پاتی شونی قانون چلیږی، همجنس بازی ته یی جواز ورکړی وی ، اوس نر له نر سره، ښځه له ښخی سره نکاح دغه ملک کی جایزده، سود جایزده، شراب تولیدول جایز دی ، او د نړی لوی مارکیټ یی په لاس کی دی، زنا قانونی ده اوشغل حسابیږی او نور ډیری کیسی ښته ، نو دا څرنګه فتواده چه افغانستان کی په معمولی خبره جهاد فرض عین بولی او نورو هیوادو کی بیا نه فرض کیږی. ایا همدغو علماو د مجاهیدینو حکومت په ضد فتوا به کوټه کی ورنه کړه چه افغانستان کی فساد او پاټکونه دی، او په نتیجه کی د طالبانو تحریک منځ ته راغی ، هلته خو افغانستان کی د کوم کفری هیواد یو عسکر هم نه ول.

  2. دخپل پنجابی توب مو په ثبوت ورساوه په هغه مملکت کښی چی دکفر قانون چلیږی جهاد ناروا ده او افغانستان چی یوازینی مملکت ده سل فیصده اسلامی قانون درلود جهاد روا او انتحاری ته په جنت کی حوری انتظار وی اړس معلومه شوه چی تاسو دی ملا دیزی ناروا ځامن یاست او هر کله چی دملا دیزلی خبره ونه منی نو سمدستی په افغانستان کی جهاد روا کیږی افغان ملت باید پوه شی چی جهاد اوس په افغانستان کښی روا ده

  3. قاتله د پنجابیو غلامه جاهله ذبیح الله ( تاسی د اصلی مجاهد لقب وړ نه یاستۍ ) تاسی چټل بویناک وحشیان د امریکا کاؤ بائی په ډالرو او د پنجابیانو له خوا د افغان ملت تباهی او قتل ته تربیه شوی یاستۍ او تاسی قدیانیو کفارو ته امر شوۍ چی پاتی ملت وږی بی سواده او بیکاره وساتۍ او میرمنی د تاسو قاتلو جاهلانو له خوا په کورونو کښی زندانی شوی او جلکۍ د تعلیم څخه کاملآ بی برخی ساتل کیږی !!!! ای جاهلو غلامو د تاسو په وسیله به امریکا کاؤ بائی او شیطان انګلیس او د انګلیس چوچه پنجابی چټلستان ( ‍‍پنجابی پاکستان ) په خپل خائین مرام کښی هیڅکله بریالی نشی دا به وروسته درته ثابته هم شی !!!!!!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب